Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Mission Locale de Rouen

Mission Locale de Rouen
د.........لخوا وړاندیز شويMission Locale de Rouen

په نښه شوي خلک

خلکبې وطنه کسان, پناه غوښتونکي, فرانسوي اتباع, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان
ځانګړي خلکځوانان

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېجمعه, پنجشنبه, چهارشنبه, سه شنبه, دوشنبه

دا چېرته دی ؟

د محلي ماموریت (Mission Locale) څخه ملاتړ ترلاسه کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a un mois

دا څه دي ؟

په روین (Rouen) او شاوخوا سیمو کې 17 محلي ماموریتونه د 16 څخه تر 25 کلونو پورې د ټولو ځوانانو سره د هغوی په کارونو او طرزالعملونو کې ملاتړ کوي:

  • د کار لټون،
  • د روزنې لټون،
  • د استوګنې لټون،
  • مالي مرسته،
  • روغتیايي مرستې...

که تاسو د 16 او 25 کلونو ترمنځ یاست، سیمه ایز یا محلي ماموریت کولی شي ستاسو سره مرسته او ملاتړ وکړي. نو تاسو ته نږدې سیمه ایز ماموریت سره اړیکه ونیسئ!

دا ولي په زړه پورې دي ؟

سیمه ایز ماموریت کولی شي تاسو سره د روزنې، دندې، ستاج یا انټرنشپ، او داسې نورو په موندلو کې مرسته وکړي. تاسو به یو مسلکي مشاور ولرئ چې ستاسې د مسیر په اوږدو کې به ستاسو سره مرسته وکړي.

هلته به داسې کسان او کارمندان شتون ولري چې تاسو سره ستاسې د سي وي CV، ستاسې د پوښښ یا انګیزه لیک په جوړولو کې مرسته وکړي، د Pôle Emploi سره ثبت نام یا راجستریشن، آنلاین غوښتنې کول او درخواست کول، او داسې نور.

سیمه ایز ماموریت همدارنګه کولی شي تاسو سره ستاسې د اداري طرزالعملونو کې مرسته وکړي، تاسو سره د موټر چلولو B جواز یا روزنې تمویل کې مرسته وکړي.

هغه کولی شي تاسو سره د خپل ځان په درملنه کې مرسته وکړي او ستاسو د روغتیا حقونو اسنادو ته لاس رسی، هغه به تاسو ته په فرانسه کې ستاسو د حقونو او دندو په اړه معلومات درکړي او همدارنګه به تاسو سره کلتوري او تفریحي فعالیتونو ته لاسرسي کې مرسته وکړي ...

ستاسو مشاور به تاسو ته غوږ ونیسي او ستاسو د وضعیت په پام کې نیولو سره به تاسو مناسبوجوړښتونو او ادارو ته لارښوونه او معرفي کړي. سربیره پردې، یو ارواپوه په هر محلي ماموریت کې شتون لري او کولی شي له تاسې سره وګوري.

څنګه یې وکړو ؟

سیمه ایز ماموریت کولی شي تاسو ته معلومات درکړي، پرته له دې چې د ملاقات وخت ولرئ:

  • د تلیفون له لارې: 0232816370
  • یا مستقیم په سایټ یا دفتر کې پدې پته: 33Avenue Champlain، 76100 Rouen

تاسو کولی شئ موږ ته مستقیم زموږ په سایټ کې یو پیغام پریږدئ

د پاڼې سر

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
corentin besnardcorentin besnardایډیټر او کره کتونکی
nawal ghandournawal ghandourد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
cha_antncha_antnد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه