Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د ساوا (Savoie) په سیمه کې د ټولنیز خدمت ترسره کول

د .....................سره Volont'R

د.........لخوا وړاندیز شوي FOL Savoie ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

په مختلفو برخو کې د نوي راغلو کسانو لپاره د عمومي ګټو په موخه د ټولنیزو خدماتو ماموریتونه (پیوستون، کلتور، چاپیریال، تعلیم، سپورت، او نور).

دا تولنیزو خدماتو پروګرام د 16-25 کلنو لپاره د لاس رسي وړ دي، او همدارنګه د 30 کلونو عمر لرونکي هم کولی شئ ګډون وکړي که چیرې اړوند کس معیوبیت ولري.

مهمه یادونه: ماموریت په اونۍ کې د 24 ساعتونو فعالیتونو په ترسره کولو سره د 6 څخه تر 8 میاشتو پورې دوام کوي او د فعالیت په مقابل کې مالي مرسته یا پیسي ورکول کیږي.

موخې :

  • فرانسوي زده کول
  • د کار نړۍ په اړه پوهاوی ترلاسه کول
  • لومړۍ مسلکي تجربه ترلاسه کول او په فرانسه کې مدغم کیدل.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسو به په دوستانه فرانسوي ژبه خبرې کونکو کسانو څخه جوړ شویو ټیمونو کې کار وکړئ او د ډیری خلکو (ځوانانو ، سوداګرۍ او نورو) سره د لیدو فرصت به ولرئ:

  • نوي مسلکونه پیزندل او معلومات ترلاسه کول
  • خپل شبکه پراخه کول.

د پروګرام په جریان کې به تاسې د یو ښوونکي یا مرسته کونکي شخص لخوا ملاتړ کیږی، ترڅو ستاسو په کار کې ستاسو سره مرسته وکړي او ستاسو په راتلونکي پروژه کې تاسو ته لارښوونه وکړي:

  • د استوګنې په موندلو کې مرسته ترلاسه کول
  • دنده او یا روزنه موندل.
یادونه: تاسو کولی شئ د فعالیت په نورو سکتورونو کې ستاجونه یا انټرنشپونه هم ترسره کړئ او په داوطلبانه توګه د نورو هرکلي کونکو جوړښتونو سره په اړیکه کې کړای شی.

وړیا روزنې وړندیز کیږي:

  • پي ایس سي 1 (PSC1) (د لومړنۍ مرستې روزنه )
  • د فرانسي جمهوریت د ارزښتونو په اړه روزنه د بېلابېلو موضوعاتو د غوره کولو فرصت سره: فرانسوي کلتور، لایستي، وګړیتوب، او نور).

تاسو کولی شئ د روزنې نور کورسونه هم تعقیب کړئ چې ستاسو د مسلکي پروژې پورې اړه لري لکه BAFA (د تسهیل کونکو (انیماتور) د دندو لپاره د وړتیا سند)

تاسو په میاشت کې 610 یورو مالي مرسته ترلاسه کوئ.

د 8 میاشتو لپاره په اونۍ کې 24 ساعته په دنده کې، په فرانسوي خبرې کونکي ټیم کې، دا ستاسو د فرانسوي کچې د ښه کولو غوره لاره ده.

تاسو کولی شئ هره اونۍ د فرانسوي ژبې زدکړې کورسونه هم ولرئ، ستاسې د کچې سره سم ( لږترلږه په اونۍ کې 2 ساعته ).

څنګه یې وکړو ؟

موږ سره د بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ: sc@fol73.fr

ورسته به موږ له تاسې سره اړیکه ونیسو ترڅو د دې پروګرام په اړه معلومات تبادله کړو او وګورو چې کوم ماموریت ممکن ستاسو سره مناسب وي.

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • xavidumاډمین
  • fol savoieد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • adèle brardد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles