مهم معلومات
د .....................سره Ecole Gustave
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
د نلدوان (پلمبي) کیدو لپاره وړیا او تادیه شوي روزنه ترسره کړئ
دا څه دي ؟
د نلدوانۍ (پلمبي) او مرکز ګرمیو نلدواني (plombier-chauffagiste) مسلک زده کولو لپاره د ساختماني سکتور کې وړیا او تادیه شوي روزنه.
روزنه په دوه مرحلو کې تنظیم شوې ده:
- د مسلک اساساتو زده کولو او د امکان تر حده ډیری تخنیکي مهارتونو ترلاسه کولو لپاره 3 میاشتنی کورس (399 ساعته زده کړې). تاسو ممکن ستاسو د وضعیت په پام کې نیولو سره د فرانس تخوی یا پولي امپولا Pôle Emploi څخه د بیکارۍ ګټې یا پیسي ترلاسه کړئ.
- د 12 میاشتو کار او زده کړو (الترنانس) دوره په یو شرکت کې ترسره کړئ (3 اونۍ په شرکت کې او 1 اونۍ په ښوونځي کې).
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د ډیپلوم لرونکي او مسلکي نلدوان یا پلمبي کیدو لپاره روزنه ترسره کړئ او په یوه داسي برخه یا مسلک کې کار ومومئ چې خلک پکې په کار ګمارل کیږي او کاري فرصتونه ولري.
- د کار نړۍ ته د ننوتلو ملاتړ ترلاسه کول
- موږ تاسو سره د کاري او زده کړو (الترنانس) برنامې موندلو کې مرسته کو.
د کار او زده کړو (الترنانس) برنامې له لارې تاسې به په یو شرکت ثبت شئ او د کار په مقابل کې به معاش ترلاسه کوئ.
څنګه یې وکړو ؟
په روزنه کې د ګډون کولو او نوم لیکنې لپاره، تاسې باید د اړوند کیمپس یا روزنیز مرکز آنلاین فورمه ډکه کړئ چیرې چې تاسو غواړئ روزنه ترسره کړئ:
تاسو کولی شئ دلته په کلیک کولو سره زموږ د روزنې کورسونو لپاره زموږ د داخلې شرایط وګورئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
14 مرسته کونکي فعالیت کوي