مهم معلومات
د .....................سره Abajad
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
د پاکاري په مسلکونو او دندو کې روزنه ترلاسه کړئ
دا څه دي ؟
دا د فرانسوي ژبې زده کولو لپاره یو روزنیز کورس دی چې د پاکارۍ مسلکونو یا دندو پورې تړاو لري.
د نظري روزنې موخه د پاکوالي یا پاکارۍ فعالیت پورې اړوند لغتونه زده کول دي. (د ځانګړو موخو په اساس فرانسوي ژبه زده کول)
عملي روزنه تاسو ته د لاندې موضوعاتو د زده کړې اجازه درکوي:
- د خوندیتوب لارښوونې پیژندل،
- د حفظ الصحې او ساتنې محصولاتو یا موادو، مقدار پيژندل،
- د پاکاري اړوند مسلکونه پیژندل (د کړکیو پریمنځونکی، د پاکارۍ کارمند او ماشینونو کارمند)
- چاپیریال ته د درناوي په اړه پوهاوی لوړول.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- د پاکارۍ په برخه کې د دندې ترلاسه کولو لپاره اړونده مسلک یا کسب زده کړئ (د کړکیو پریمنځونکی، د پاکارۍ کارمند او ماشین کارمند)
- د خپلې دندې اړوند د فرانسوي ژبې لغتونه زده کول.
د ورځني ژوند اړوند لومړنۍ پوهه / مهارتونه زده کول.
روزنه همدارنګه تاسې د لاندې موضوعاتو زده کولو له لارې د کارموندنې لپاره چمتو کوي:
- د کلمو زده کړه او د کار کوډ،
- د پوښښ یا انګیزه لیکونو او سي ويCV لیکل
- د کار مرکې لپاره چمتووالی.
څنګه یې وکړو ؟
- د تلیفون له لارې: 0628258120
- د بریښنالیک له لارې: hello@abajad.com
راتلونکي دوره
- د 2024 کال د اپریل له 16 څخه د می میاشتي 5 مې نیټې پورې
زموږ په روزنه کې د ګډون لپاره دافورمه ډکه کړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
12 مرسته کونکي فعالیت کوي