Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د لیون 3م پوهنتون کې فرانسوي ژبه زده کړئ (پرمختللې کچه)

د .....................سره DU passerelle - Etudiants en exil (niveau B1 vers B2)

د.........لخوا وړاندیز شوي Université Jean Moulin Lyon 3 , Réseau MEnS...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیریل پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکو، کډوالو او بې هیواد خلکو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره د فرانسوي ژبې غوره کچه ترلاسه کړي.

دا د DU Passerelle روزنه په جلاوطنۍ کې د زده کونکو لپاره لاندې موارد وړاندیز کوي:

  • د B2 کچې ترلاسه کولو لپاره د فرانسوي ژبې کورسونه (په ټولیز ډول 200 ساعته)
  • کلتوري او سپورتي فعالیتونه،
  • د کمپیوټر کورسونه،
  • په فرانسه کې ستاسو د پوهنتون او مسلکي پروژې جوړولو لپاره ملاتړ.
مهمه یادونه: روزنه دوه سمسترونه (8 میاشتې) دوام کوي، د سپتمبر څخه تر اپریل پورې.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه د لیون 3م په پوهنتون کې د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

> د DU Passerelle په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ: د Réfugiés.info پاڼه وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسې به په پوهنتون کې هره اونۍ د 20 څخه تر 25 ساعتونو پورې د فرانسوي ژبې زده کړې کوئ، د دوشنبې څخه تر جمعې پورې، د سپتمبر څخه تر اپریل پورې د 20 اونیو لپاره.

  • فرانسوي د بهرنۍ ژبې په توګه (په ټولیز ډول 200 ساعته)
  • فرانسوي په پوهنتون کې د زده کړو په موخه (په ټولیز ډول 40 ساعته)

د هر سمستر په پای کې به تاسو د کال په پای کې د پوهنتون ډیپلوم تاییدولو یا تصدیق کولو لپاره ازموینه ترسره کړئ.

مهمه یادونه: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو هره میاشت مالي مرستې (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس) ترلاسه کولی شئ.

د روزنې په جریان کې به تاسې په فرانسه کې د پوهنتون سیستم په اړه معلومات ومومئ: په فرانسوي پوهنتون کې زده کونکی په څه معنی دی، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم کیږي، کوم ډیپلومونه او روزنه شتون لري، د ټولګیو په جریان کې د نوټونو اخیستل زده کول او له ټولګي څخه بهر د مطالعې کول، پریزنټشنونه جوړول، د ازموینو لپاره چمتوالی…

  • ښوونه
  • د پوهنتون د کتابتون په اړه معلومات او ځان خبرول،
  • اداري ملاتړ...
  • د لیکلنې میتودولوژي (په ټولیز ډول 40 ساعته)
  • حقوق، انګلیسي، مدیریت موضوعاتو اختیار... (په ټولیزه توګه 30 ساعته)
  • نمونه "په شفاهي توګه خبرې کول"، "په ځان باور ترلاسه کول" (لږترلږه 18 ساعته)

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې، مسلکیان به د زده کونکو سره د امکاناتو سره سم په انفرادي او ګروپونو کې د اکادمیک او مسلکي پروژې په رامنځته کولو او تعریفولو کې مرسته.

مسلکیان همدارنګه له تاسې سره ستاسې د سي وي CV او پوښښ یا انګیزه لیکونو په لیکلو کې مرسته کوي، او ستاسې د علاقي وړ زده کړو یا رزونه کې د نوم لیکنې په پروسه کې مرسته کوي.

  • د کمپیوټر یا انفورماتیک کورس (په ټولیزه توګه 20 ساعته)
  • د پوهاوي او مسلکي ادغام مرکې (لږترلږه دوه ساعته)
  • د مسلکي ادغام ورکشاپونه (په ټولیز ډول 32 ساعته).

د روزنې په جریان کې، تاسو مختلف فعالیتونو ته لاسرسی لرئ:

  • د فرانسوي کلتور پیژندنه - د ماښام 8 بجې
  • سپورتي فعالیتونه،
  • پرله پسې کلتوري سفرونه
  • د پوهنتون محصلینو سره اړیکه نیول،
  • د خبرو اترو ورکشاپونه
  • د کلتوري تبادلې فعالیتونه (د عکس ژبه، موسیقي، لیکل، او نور)
  • په یوه ټولنه کې د رضاکارانه ماموریت د یوې برخې په توګه "په ټولنه کې رضاکارانه او مدیریت" مدل یا نمونه (لږترلږه 20 ساعته).

څنګه یې وکړو ؟

د نوم لیکنې یا راجسټریشن شرایط : د نوم لیکنې یا راجسټریشن څرنګوالي موندلو لپاره د پوهنتون ویبپاڼه وګورئ : https://www.univ-lyon3.fr/du-passerelle .

د غوښتنلیک نیټه : د مارچ څخه تر می پورې.

اړیکه : etudiants-exil@univ-lyon3.fr _

د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسو غوښتنلیک ومنل شي، تاسې به د کچې معلومولو ازموینې او یا مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • nourاډمین
  • claudia mاډمین
  • mariamد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • anastasiia12345د صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles