مهم معلومات
د .....................سره Français Langue Etrangère de l’hôtellerie et de la restauration
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
دا چېرته دی ؟
د هوټل / رستورانت په برخه کې د کار کولو لپاره فرانسوي ژبه زده کړئ
دا څه دي ؟
د فرانسوي ژبې دا کورسونه د هغو خلکو لپاره دي چې د کار په لټه کې دي او غواړي چې د هوټل یا رستورانت په برخه کې کار وکړي.
- په پاریس کې ژوند کول یا کار کول
- د استوګنې جواز لرل چې تاسو ته د کار کولو اجازه درکوي
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د روزنې موخه دا ده چې په مسلکي شرایطو کې (د پیرودونکو، همکارانو، تاسیساتو مدیرانو سره) د اړیکو نیولو او شفاهي پوهاوي ته وده ورکول دي.
د روزنې هدف په فرانسوي ژبه کې د لیکلو مهارتونو ته وده ورکول دي ترڅو وکولی شي په مسلکي شرایطو کې ساده یا پیچلي پیغامونه ولیکي او ولولي.
تاسو کولی شئ خپله مسلکي پروژه د لاندې مرستې ترلاسه کولو سره جوړه کړئ:
- په ګروپي ډول د کار لټون تخنیکي ورکشاپونه
- شخصي ملاتړ (د هغو خلکو لپاره چې د اجیر AGIR پروګرام لخوا نه ملاتړ کیږي)
- د روزنې مرکزونو او هوټلونو او خواړو یا ریستورانتونو شرکتونو څخه لیدنه.
څنګه یې وکړو ؟
- د تلیفون له لارې : 0140386775 یا 0603052223
- د بریښنالیک له لارې : caroline.koclejda@langues-plurielles.fr
تاسو کولی شئ په راتلونکي روزنیزې دورې کې د نوم لیکنې لپاره موږ سره اړیکه ونیسئ.
د 2024 کال د سپتمبر میاشتې څخه روزنې ته د کاندیدانو د ارزونې ناستي پیل کیږي.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
12 مرسته کونکي فعالیت کوي