مهم معلومات
د .....................سره Du Pain et des Roses
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
د ګلانو پلورونکي مسلک پیزندنې لپاره په ورکشاپونو کې برخه واخلئ
دا څه دي ؟
دا د 3 ورځو ورکشاپونه او فعالیتونه (شاوخوا 20 ساعته) د ګلونو په اړه دي، دا د ښځو او د جنډر اقلیتونو کسانو لپاره خلاص دي چې کار ته لاس رسی نه لري.
موخه دا ده چې د ګلانو فعالیتونه په اړه پوهاوی او مسلکي پروژه تعریف کړئ. لیواله کاندیدان بیا کولی شي د مسلکي وړتیا سند (CQP) ترلاسه کولو لپاره د ګلانو پلورنکي مرستیال روزنه تعقیب کړي.
په پروګرام کې لاندې موراد واړندې کیږي:
- د ګلونو اړوند فعالیتونه: د تازه ګلونو ګيدي، د وچو ګلونو تاج، کوکیداما، تعلیمي لیدنه ...
- د ګلانو په مسلک پیژندل
- په خپلو مهارتونو ځان باور ترلاسه کول
- په ډله کې کار کول زده کول
- د فرانسوي ژبې شفاهي یا خبرو وړتیا باندې کار کول.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- د ګلانو مسلک پیژندل، د ګلانو تنظیم کولو تخنیکونه، پلور ومومئ ...
- د باغدارۍ نړۍ کشف کړئ (د ګل تولید).
د ګلانو په فعالیتونو کې د ګډون کولو وروسته، موږ ستاسو سره خبرې کوو ترڅو وګورو چې ایا تاسو غواړئ د ګلانو پلورنکي مرستیال روزنې ته دوام ورکړئ.
روزنه په کوچنیو ډلو کې ترسره کیږي.
تاسو به د پاملرنې ځای کې کار وکړئ، چیرې چې تاسو کولی شئ:
- په خپلو استعدادونو باور بیرته ترلاسه کړئ
- د نوي خلکو سره لیدنه وکړئ او خپل شفاهي اړیکه ښه کړئ
- خپل خلاقیت د ګلونو ترتیبونو سره څرګند کړئ: د تازه ګلونو ګلدان، د وچو ګلونو تاج ...
څنګه یې وکړو ؟
د ګډون لپاره، تاسو باید:
- د مسلکي فعالیتو له سره پیل کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ یاست
- په نسبي ډول ښه فزیکي حالت کې اوسئ: د ګلانو دنده په عمده توګه په ولاړه ترسره کیږي او ځینې وختونه درانه بارونه (د ګلدانونو او د اوبو سطلونه) وړل راوړل شامل دي.
د نوم لیکنې یا راجستر کولو لپاره، دا آنلاین فورمه ډکه کړئ:
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
12 مرسته کونکي فعالیت کوي