مهم معلومات
د .....................سره Culture et Langue en français (CLEF)
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
دا چېرته دی ؟
د فرانسوي ژبې زده کړې کورسونو کې برخه واخلئ
دا څه دي ؟
د تولوز پوهنتون کې په فرانسوي کې د کلتور او ژبې پروګرام (CLEF) سره په ابتدايي کچه (A1 / پیل کونکي) کې په فرانسوي کې روزنه.
د پروګرام موده او زده کړې : فرانسوي د یوې بهرنۍ ژبې په توګه (FLE) 108 ساعته، د سپتمبر څخه تر دسمبر پورې.
وختونه : په اونۍ کې 9 ساعته، په اونۍ کې 3 ورځې: دوشنبه، چهارشنبه او جمعه.
- پناه غوښتونکی وی، د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکی، کډوال یا لنډمهاله خوندیتوب ولری
- لږترلږه 18 کلن وي او لږترلږه د دولسمې ټولګي یا بکلوریا کچه (یا معادل) ولری
- په تولوز یا تولوز ته نږدې ژوند کوی
- لوړو زده کړو ته د دوام ورکولو یا بیرته راستنیدو پلان ولرئ
- لیولتیا او شتون ولری.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د وړ ښوونکي سره د زده کړې له لارې، تاسو کولی شئ:
- په فرانسوي کې خپل کچه ښه کړئ
- په ورځني ژوند کې اړیکه ونیسئ
- په پوهنتون کې زده کړه
- مسلکي روزنه وکړئ
- د کار موندلو لپاره
- اداري طرزالعملونه ترسره کول.
که ستاسو غوښتنلیک ومنل شي، تاسو به په وړیا فرانسوي کورسونو کې برخه واخلئ.
ټولګي په اونۍ کې 3 ځله ترسره کیږي، ترڅو د 4 میاشتو لپاره د ژبې منظمې زده کړې ترسره کړئ.
څنګه یې وکړو ؟
- د غوښتنلیک دوسیه د DILAMI انټرنیټ پاڼې کې شتون لري.
- دوسیه بشپړ کړئ او د بریښنالیک له لارې یې د ملاتړو اسناد سره په لاندې ایمیل ادرس واستوئ: dilami@univ-toulouse.fr
- که ستاسې غوښتنلیک بشپړ او په شرایطو برابر وي، تاسو به د جون په میاشت کې د روزنې له یو ښوونکو سره د مرکې ترسره کولو لپاره بلنه ترلاسه کړئ.
- د مرکې وروسته، تاسو به یو بریښنالیک ترلاسه کړئ ترڅو معلومه کړئ چې تاسو منل شوي یاست.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
11 مرسته کونکي فعالیت کوي