Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره La maison du Bas Belleville (CRESCENDO)

Centre social et culturel Maison du Bas Belleville
د.........لخوا وړاندیز شويCentre social et culturel Maison du Bas Belleville

په نښه شوي خلک

خلکپناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهA2, B1, B2, C1

قیمت

15€ یوځل

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهتقریبا 4 میاشت
د ګډون کچهتقریبا 13 ساعتونه هره اونۍ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېسه شنبه, پنجشنبه, جمعه

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل

دا چېرته دی ؟

فرانسوي زده کړئ او د کوچني ماشومانو سره کارکولو مسلکونو کې روزنه وکړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 9 mois

دا څه دي ؟

دا ستاسو د لیکلو او ویلو فرانسوي کچې ته وده ورکولو او ستاسو په کار کې د خپلواکۍ لپاره روزنه ده.

دا روزنه د هغو خلکو لپاره ده چې غواړي د روغتیا او د کوچنیو ماشومانو تاسیساتو کې کار وکړي.

موخې :

- د کوچني ماشومانو سکټور کې دنده یا مسلکي روزنه ترلاسه کول

- د فرانسوي ژبې ډیپلوم ( DCL FLE یا FP ) چمتوکول.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

فرانسوي کورسونه چې ستاسو د کچې سره سمون لري د لیکلو او خبرې کولو پرمختګ لپاره وړاندیز کیږي:

  • د لومړني مهارتونو بیاکتنه (لوستل، لیکل)
  • د کوچني ماشومانو مسلکونو پورې اړوند تخنیکي لغتونه پیژندل
  • خپل مسلکي مهارتونو ته وده ورکول: د ماشومانو اړتیاوې، تغذیه، حفظ الصحه، ټولنیز - کلتوري چاري (سیکولریزم، جنسیت، او نور).

د کورس په پای کې، تاسو کولی شئ د فرانسوي ډیپلوم ( DCL FLE یا FP ) ترسره کړئ او د لومړنۍ مرستې سند ( PSC1 ) ترلاسه کړئ.

یادونه: د ریاضیاتو اساساتو پیاوړتیا لپاره یو کورس هم وړاندیز کیږي چې په ورځني ژوند کې خپلواک شئ.
  • سي وي CV جوړول او د لټون تمرینونه ترسره کول، خپله تجربه روښانه کول، د مرکې لپاره چمتوالی نیول ...
  • د ډیجیټل ټیکنالوژۍ کارول زده کول: دا زده کول چې څنګه د روزنې لټون وکړئ، یو طرزالعمل په انلاین توګه ترسره کړئ او داسې نور.
  • د کوچني ماشومانو په برخه کې د مسلکيانو او د ټولنیز مرکز غړو سره لیدنه وکړئ.
  • د نورو زده کونکو سره تبادله وکړئ او له یو بل څخه زده کړئ.
یادونه: د روزنیزې دورې په پای کې، تاسې کولی شئ په وړکتون کې دوه اونۍ ستاج یا عملي کار ترسره کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

  1. د ایس ایم ایس له لارې خپل تخلص، نوم، په فرانسوي ژبه کې کچه او د تلیفون شمیره دې شمیرې ته 0642594517 واستوئ یا linguistic.belleville@groupe-sos.org ته بریښنالیک واستوئ
  2. بیا به تاسې ته د ټولیز معلوماتو غونډه کې د ګډون لپاره بلنه درکړل شي او تاسې ته به په یاده غوڼده کې د روزنې اړوند معلومات درکړل شي او تاسو به وکولی شئ د خپل وضعیت د تشخیص ازموینه ترسره کړئ
  3. په اخیر کې به د روزنې ترسره کولو لپاره یوه انفرادي مرکه هم ترسره کړئ.
د پاڼې سر

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
xavidumxavidumاډمین
anouchkambbanouchkambbایډیټر او کره کتونکی
mariammariamد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه