مهم معلومات
د .....................سره Dispositif de valorisation de vos compétences
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
دا چېرته دی ؟
د روزنې او کار موندنې په برخه کې ملاتړ کیدل
دا څه دي ؟
ایا تاسې د کار یا روزنې په لټه کې یاست؟ ایا تاسې په فرانسه کې د خپلې مسلکي پروژې لپاره مشورې ته اړتیا لرئ؟
موږ تاسې ته د لاندې مرستې سره د شخصي ملاتړ وړاندیز کوو :
1. ستاسې د اړتیاوو د پوره کولو او د دندې یا روزنې موندلو لپاره انفرادي مرکې،
2. ستاسې په ستونزو د کار کولو لپاره ډله ایز ورکشاپونه.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- دا زده کول چې څنګه یوه سي وي CV جوړه کړئ او پوښښ یا انګیزه لیک ولیکئ، د لټون تمرینونه ترسره کول، د مرکې لپاره چمتو کیدل ...
- د سوداګرۍ نړۍ کوډونه پیژندل
- خپل باور او ځان ته درناوي ته وده ورکول (ګروپي ورکشاپونه او د عملي شرایطو سره سم رول لوبول).
موږ ستاسې د وضعیت ژوره تشخیص او ارزونه کوو او ستاسو سره ستاسې د مسلکي پروژې په جوړولو کې مرسته کوو. موږ تاسو سره ستاسې د ډیپلومونو پیژندلو او ستاسې تجربې ته وده ورکولو کې هم مرسته کوو.
تاسو کولی شئ زموږ د همکار شرکتونو سره اړیکه ونیسئ ترڅو ستاسو مسلکي ادغام اسانه کړي.
اجتماعي غونډې د ټولنیز عمل جوړښتونو د فعالیت د پوهیدو لپاره تنظیم شوي، حقونو ته لاسرسی او د کارموندنې په برخه کې ملاتړ: ټولنیز کارکوونکي، د کاف CAF کارکوونکي، د استوګنې مرکزونه او نور.
څنګه یې وکړو ؟
موږ ته یو بریښنالیک د خپلو اړتیاو په اړه توضیحاتو او تلیفون شمیرې سره پدې ایمیل bonjour@metishima.org واستوئ. موږ به تاسو سره اړیکه ونیسو ترڅو د غونډې نیټه تنظیم کړو.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
13 مرسته کونکي فعالیت کوي