Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Atouts Cours

Atouts Cours
د.........لخوا وړاندیز شويAtouts Cours

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال
د فرانسوي ژبې کچهسواد زده کونکي, A1, A2

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل

دا چېرته دی ؟

د فرانسوي ژبې کورسونه ترسره کول (ابتدایي کچه)

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 2 mois

دا څه دي ؟

دا د فرانسوي کورسونه د پیل کونکو لپاره دي او د استوګنې پرته قانوني یا اسناد لرونکو کډوالو لپاره د لاس رسي وړ دي.

هدف: د فرانسوي ژبې کچه ښه کول ترڅو په ورځني ژوند کې ډیر خپلواک شئ.

یادونه: کورسونه د اتوس کور (Atouts Cours) اتحادیې لخوا وړاندې کیږي. دوی د اورور (Aurore) اتحادیې د استوګنې حلونو پرته د مهاجرینو لپاره د ورځې د استقبال مرکز په انګړ کې په لاندې پته ترسره کیږي:
24quai d'Austerlitz, 75013 Paris

موږ دوه فرانسوي کورسونه د دوشنبې څخه تر پنجشنبې پورې د سهار له 9 بجو څخه تر 12 بجو پورې وړاندې کوو، د فرانسوي ژبې بېلابېلو کچو سره: د سواد زده کړې څخه تر A1 او A2 پورې.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د اساسي پوهې پیاوړتیا (لوستل، لیکل)
  • په شفاهي او لیکلي ډول ښه پوهیدل او خبرې کول.
یادونه: کډوال به دا فرصت ولري چې له یوې کچې څخه بلې ته حرکت وکړي (سواد اموزي، A1 او A2) ترڅو په فرانسوي ژبه کې خپل پرمختګ ته دوام ورکړي.

د ورځني ژوند موضوعاتو سره فرانسوي زده کړئ:

  • خپل ځان یو چا ته معرفي کول، د خپل ځان په اړه خبرې کول، د خپل چاپیریال شاوخوا نقل او حرکت کول ...
  • یو اداري طرزالعمل ترسره کول، د کار نړۍ په اړه ځان پوهول ...

دا کورسونه د اورور (Aurore) اتحادي د ورځې د استقبال مرکز په احاطه کې ترسره کیږي. موږ د دې جوړښت یا سازمان د ټولنیزو کارمندانو سره نږدې همکاري لرو.

تاسو به وکولی شئ د Aurore ټولنې څخه د ټولنیز کارمند سره د خپل وضعیت په اړه بحث وکړئ او ستاسو د مسلکي ادغام هڅو (روزنه او کارموندنه) کې مرسته ترلاسه کړئ.

د اتوت کور (Atouts Cours) ټولنه د مسلکي فرانسوي زده کړې لپاره په خپل ځای کې د "پاس امپلوا" "Pass emploi" په نوم د ژبې ورکشاپ تنظیموي.

د "پاس امپلوا" روزنیزه دوره د سپتمبر څخه تر جون پورې په میاشتني غونډو کې تنظیم شوي.

څنګه یې وکړو ؟

که تاسې کومه پوښتنه لرئ موږ ته په 0146074469 زنګ ووهئ یا راشئ او د ورځې د استقبال مرکز کې مستقیم له موږ سره په لاندې پته وګورئ:

24 quai d'Austerlitz - 75013 پاریس.

د پاڼې سر

15 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
atoutscoursatoutscoursایډیټر او کره کتونکی
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
nawal ghandournawal ghandourد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
yoan pouzetyoan pouzetد صفحي پورته برخه
marion24marion24د صفحي پورته برخه
julesjulesد صفحي پورته برخه
zakharffzakharffد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه