مهم معلومات
د .....................سره Groupe Accueil Solidarité (GAS)
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
دا چېرته دی ؟
هراړخیز ملاتړ او مرسته ترلاسه کول
دا څه دي ؟
هره سشنبه او پنجشنبه، د مازدیګر له 5 بجو څخه د ویلجویف (Villejuif) په 17 موریس توریز (Maurice Thorez) په سیمه کې، موږ مهاجرینو او د هغوی کورنیو ته پرته له ملاقات څخه ښه راغلاست وایو.
زموږ رضاکاران بیا زموږ د مسلکي ټیم ته یوه فورمه لیږي ترڅو ستاسې د اړتیاو سره سم هر اړخیز ملاتړ تنظیم کړي :
- د کورنۍ یوځای کیدل،
- د استوګنې په موندلو کې مرسته،
- حقونو ته د لاسرسي په برخه کې مرسته،
- د کار لټون...
- کډوال یا د کډوالۍ کورنۍ اوسئ
- د اجیر AGIR برنامې لپاره وړ نه وی او یا دمخه د یو ځانګړي سازمان لخوا له تاسې سره ملاتړ او مرسته نه کیږي (CPH، CADA، هوټل 115، او داسې نور)
دا ولي په زړه پورې دي ؟
دا تاسې ته اجازه درکوي چې د کډوالۍ حالت ترلاسه کولو ورسته پیچلي طرزالعملونو پیل کړئ: د استوګنې د اجازې غوښتنه، د کورنۍ بیا یوځای کیدل، کور، او نور.
پرته د ملاقات وخت اخیستو څخه د مخامخ کتو لپاره کاري دفتر (د سه شنبې او پنجشنبې ماښام) چې ستاسې د وضعیت ارزوني ترسره کولو لپاره یو فرصت دی. دلته ستاسې هرکلۍ په مستقیمه توګه ترسره کیږي او پرته له مخکینۍ لارښوونې.
موږ هغو کډوالو ته اړین وسایل او تجهیزات هم توزیع کوو چې لومړۍ ټولنیز کور ترلاسه کړي، ترڅو دوی سره په میشته کیدو کې مرسته وشي.
څنګه یې وکړو ؟
- تلیفون: 0142110795
- بریښنالیک: association@gas.asso.fr
یا مستقیم زموږ د هرکلي یا ریسپشن ځای ته په لاندې پته راشئ: هره سې شنبه او پنجشنبه د ماسپښین له 5 بجو څخه د ماښام تر 7 بجو پورې، په 17 ځای کې موریس توریز په ویلیجویف کې (د پاول ویلینټ کوټوریر میټرو سټیشن - لاین 7)
17 place Maurice Thorez à Villejuif (métro Paul Vaillant Couturier - Ligne 7)
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي