مهم معلومات
د .....................سره Passerelle en Maraîchage agroécologique
د.........لخوا وړاندیز شويFermes d'Avenir
په نښه شوي خلک
خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهA1, A2, B1
قیمت
50€ یوځل
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
د ژمنې مودهپه دقیق ډول 7 میاشت
د ګډون کچهپه دقیق ډول 3 غونډې هره اونۍ
شرایط
CIR یې لاسلیک کړی او د اوفي کورسونه یې بشپړ کړې وي
د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
د فرانسوي ژبې زده کړه او د سبزي پلورلو مسلک کې روزنه ترسره کول
دا څه دي ؟
دا د کرنې په سکتور کې وړیا روزنه ده ترڅو فرانسوي زده کړي او د سبزي پلورلو په برخه کې کار پیل کړئ.
موخې:
- د سبزي پلورني تجارت کې د مسلکي کارمند جوړیدل
- د مسلکي ادغام لپاره اړین مهارتونه ترلاسه کول
مهمه یادونه: روزنه د تیوري او عملي کار له لارې یوځای د ادغام دندې سره موازي ترسره کیږي. که تاسو دمخه د کرنې ACI (د کار ځای ادغام ورکشاپ) کارمند یاست، راجسټریشن یا په روزنه کې ګډون نور هم ګړندی دی.
که تاسو نه یاست، په ګډه موږ کولی شو ستاسو غوښتنلیک او کاندیدادۍ خپلو شریکانو ته وړاندې کړو ترڅو تاسو د ادغام یا کار پروژې کې شامل کړي او پدې توګه روزنه تعقیب کړئ.
که تاسو نه یاست، په ګډه موږ کولی شو ستاسو غوښتنلیک او کاندیدادۍ خپلو شریکانو ته وړاندې کړو ترڅو تاسو د ادغام یا کار پروژې کې شامل کړي او پدې توګه روزنه تعقیب کړئ.
یادونه: د روزنې په پای کې، زده کونکي د کرنې کارګرانو په توګه سمبال او چمتو کیږي او په اوږد مهال کې، د کرنې مدیران کیدای شي یا خپله شخصي د تجارت پروژه پیل کولای شي.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
- په فرانسوي کې مسلکي لغتونه زده کول
- د 7 میاشتو لپاره په اونیز ډول د فرانسوي ژبې زده کړې کورسونه
- د یو فرانسوي ملګري سره په ورځني ژوند کې فرانسوي ژبه تمرین کول.
- د ټولنیز-اداري طرزالعملونو ترسره کول زده کول: د کارموندنې قرارداد باندې ځان پوهول، د کارمندانو حقونه پیژندل، د کار درولو پریکړه کول، او داسې نور.
- دا زده کول چې څنګه ډیجیټل یا کمپیوټر وسیلې وکاروئ: انټرنیټ څخه استفاده کول، آنلاین یو طرزالعمل ترسره کول، او داسې نور.
- زموږ د شریکانو سره د خوځښت پروژه پیل کول
یادونه: اونیزې غونډې ستاسو د وضعیت د ارزونې لپاره تنظیم شوي.
- د کیفیت لرونکي مسلکي مهارتونو پراختیا
- ځان د بازار د سبزي خرڅونې چاپیریال کې د ادغام دندې او ستاجونو له لارې شاملول
- د خپلې مسلکي پروژې جوړولو لپاره د انفرادي ملاتړ څخه ګټه پورته کړئ
څنګه یې وکړو ؟
د روزنې مدیر سره اړیکه ونیسئ:
- بریښنالیک: ghyslaine.chenaux@fermesdavenir.org
- تلیفون: 0645050985
یا زموږ ویب پاڼه وګورئ !
- د 2025 لپاره د غوښتنلیکونو ترلاسه کول: سپتمبر 2024
- د استخدام مرکې: د 2024 کال د اکتوبر او 2025 کال د فبروري میاشتي ترمنځ
- د روزنې پیل: د 2025 کال د مارچ 3مه نیټه
یادونه: موږ په ایل د فرانس (Ile-de-France) (77، 91 او 93) او په سینټ-ایټین (Saint-Etienne) (42) کې شریکان لرو. ایا تاسو د کرنې ACI (د ادغام کاري ځای ورکشاپ) پیژنئ کوم چې لاهم په بله سیمه کې زموږ همکار نه دی؟ موږ سره اړیکه ونیسئ او موږ به دوی ته بلنه ورکړو چې موږ سره یوځای شي!
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
14 مرسته کونکي فعالیت کوي