Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Le Centre international de langue et civilisation (CILEC)

Université Jean Monnet - CILEC
د.........لخوا وړاندیز شويUniversité Jean Monnet - CILEC

په نښه شوي خلک

خلکپناه غوښتونکي, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهA2, B1, B2, C1

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهتقریبا 3 میاشت
د ګډون کچهتقریبا 20 ساعتونه هره اونۍ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه, جمعه

شرایط

د عالي لیسې تر کچې زده کړې ترسره کړې وي
CIR یې لاسلیک کړی او د اوفي کورسونه یې بشپړ کړې وي

دا چېرته دی ؟

د فرانسوي ژبې روزنه ترسره کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي 5 місяців тому

دا څه دي ؟

په اونۍ کې د 20 ساعته د فرانسوي ژبې زده کړې وزنه :

  • ستاسو د شفاهي او لیکلي فرانسوي کچه ښه کول
  • د فرانسوي ټولنې پیژندنه او په اړه یې معلومات ترلاسه کول.

روزنه هر سهار د سهار له 9 بجو څخه تر 12 بجو پورې + په اونۍ کې 1 یا 2 ځلې د ماسپښین لخوا هم وړاندې کیږي.

دا په 2 سمسترونو کې تنظیم شوي:
- لومړی سمستر (د مني): د سپتمبر څخه تر دسمبر پورې
- دوهم سمستر (پسرلی): د جنوري څخه تر می پورې.

د روزنې په پای کې، تاسو د روزنې سند ترلاسه کوئ که تاسو په ټولو کورسونو کې برخه اخیستې وي.

مهمه یادونه: په دې روزنه کې د ګډون لپاره د غوښتنلیک وړاندې کولو لپاره، تاسو باید:
- له 18 کلنۍ څخه زیات عمر درلودل
- ثانوي یا دولسم ټولګۍ زده کړې بشپړې کړې وي (د بکلوریا کچه)
- د لاتین الفبا په ښه ډول زده وي
- په فرانسوي کې د A1 تایید شوې کچه لرل
- د 5 کلونو څخه کم د استوګنې جواز لرل
- د کډوال یا بې تابعیته شخص حیثیت لرل، یا د فرعي یا لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکی وي
- د اروپایي اتحادیې د کوم هیواد تابعیت نه لرل.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د زده کړې د پیل کولو دمخه، د ترټولو مناسب ګروپ موندلو لپاره د کچې ازموینه تنظیم شوې.

د A2 کچې څخه تر C1 کچې پورې کورسونه شتون لري.

د زده کړې اسانتیا لپاره، ګروپونه د 19 زده کونکو څخه زیات نه وي.

تاسو کولی شئ د رسنیو کتابتون ته لاړ شئ ترڅو د کتابونو، ویډیوګانو، اسنادو او داسي نور موادو څخه استافاده وکړئ او خپله د فرانسوي ژبې کچه ښه کړئ.

د کتابتون یو ښوونکی هلته شتون لرې چې تاسو سره د معلوماتو موندلو کې مرسته وکړي.

په ښار کې تفریحي سفرونه، کلتوري لیدنې او ډله ایز فعالیتونه په منظمه توګه تنظیم شوي.

څنګه یې وکړو ؟

  • د تلیفون له لارې: 0477437973
  • د بریښنالیک له لارې: cilec@univ-st-etienne.fr
  • په مستقیم ډول په سایټ یا محل کې په لاندې پته:
    21rue Denis Papin
    Entrée 1, étage 2
    42023 Saint-Étienne CEDEX 2
یادونه: د دفتر د پرانیستلو ساعتونه:
دوشنبه: د سهار له 8:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې
سه شنبه، چهارشنبه، پنجشنبه: د سهار له 8:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې او د ماسپښین له 1:30 څخه تر 5 بجو پورې.
جمعه: د سهار له 8:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې او د ماسپښین له 1:30 څخه تر 4:30 بجو پورې.

د کورسونو او راتلونکو روزنو په اړه ټول معلومات دلته په ویبپاڼه کې موندلای شئ.

د پاڼې سر

16 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
claudia mclaudia mاډمین
cileccilecد صفحي پورته برخه
fatenfichfatenfichد صفحي پورته برخه
gitorogitoroد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
issam boulekissam boulekد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
lelita305lelita305د صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
abubaker-nemairyabubaker-nemairyد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
tsundotsundoد صفحي پورته برخه
harry-potterharry-potterد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه