Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

په ایل دی فرانس کې د ژوند کولو لپاره شخصي ملاتړ لرل

د .....................سره Tandem Réfugiés

د.........لخوا وړاندیز شوي Tandem Réfugiés ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

ستاسې سره د مرستې لپاره په لاندې مواردو کې د رضاکارانو سره اړیکه نیول:

  • فرانسوي زده کول
  • د یوې استوګنې موندل
  • روزنه موندل او نوم لیکنه کول
  • د کار موندل
  • خپل ماشومان په ښوونځي کې شاملول
  • د کارت ویتال لپاره غوښتنه کول، روغتیایي ملاقات وخت اخیستل...

دا ټولنه د فرانسوي خلکو او نورو کډوالو سره د لیدو وړاندیز هم کوي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

یو کس به تاسې ته تشریحات او معلومات درکړي چې څه وکړي او ستاسې سره به مرسته کوي:
- بېلا بېل فایلونه بشپړول
- د ادارې دفترونه موندل (لا پوسټ، د لومړني روغتیا بیمې فنډ، او نور)
- خپله سي وي CV جوړول
- په پریفیکتور کې یا ډاکټر سره آنلاین بڼه د ملاقات وخت اخیستل
- د استوګنې غوښتنه کول ...

مهمه: تاسې کولی شئ د نورو تخصصي اتحادیو سره هم اړیکه ونیسئ، کوم چې به تاسو سره د یوې ځانګړې ستونزې د حل په موندلو کې مرسته وکړي (د مثال په توګه د وکیل یا استوګنې موندل).

رضاکاران د 25 او 85 کلونو ترمنځ دي او تاسو ته د فرانسوي ټولنې او کلتوري عادتونو د معرفي کولو لپاره وخت درکوي.

دلته فعالیتونه شتون لري لکه تیاتر یا پیاده چکروهل، کوم چې تاسو ته اجازه درکوي د نوي خلکو سره لیدنه وکړئ.

تاسو فرصت لرئ چې په ټولنه کې له هرچا او نورو مهاجرینو سره په فرانسوي خبرې وکړئ.

دا تاسو سره مرسته کوي چې ښه اړیکه ونیسئ، لغتونه زده کړئ، او په ځان باور پیدا کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو کولی شئ د سیویرین رونو Séverine Renaut سره د بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ: tandem.refugies@gmail.com

د تندم (Tandem) سره د یوځای کیدو لپاره، دا اړینه ده چې په ایل دی فرانس کې استوګن اوسئ، او په فرانسوي خبرې کولای شئ او د ژبې په اساساتو پوهیږئ.

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • pcgایډیټر او کره کتونکی
  • mariamد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles