Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Refugee Food

Refugee Food
د.........لخوا وړاندیز شويRefugee Food

په نښه شوي خلک

خلکد فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, قانوني اسناد لرونکي کډوال
د فرانسوي ژبې کچهA1, A2, B1

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهپه دقیق ډول 3 میاشت
د ګډون کچهلږ تر لږه 6 ساعتونه هره ورځ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, پنجشنبه, جمعه

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
CIR یې لاسلیک کړی او د اوفي کورسونه یې بشپړ کړې وي
د کارموندني مرکز France Travail کې یې نوم لیکنه کړې وي

دا چېرته دی ؟

د خواړو یا د رستوراندارۍ کسب کې روزنه ترسره کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 18 jours

دا څه دي ؟

دا د رستوراندارۍ کسبونو او دندو لپاره د وړتوب یا اساسي مهارتونو زده کړې لومړني روزنه ده .

دا روزنه د هغو خلکو لپاره ده چې غواړي د دودیزو یا ډله ایزو خواړو یا رستوراندارۍ برخه کې کار وکړي، په پخلي کولو، اشپزۍ یا خدمت کې.

په پروګرام کې د ګډون لپاره، تاسو باید:

  • د نړیوال یا لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکی اوسئ یا نوی راغلی اوسئ او د کار کولو ولرئ
  • لږترلږه په فرانسوي کې د A1.1 کچه ولرئ
  • د جمهوریت ادغام تړون (CIR) یې لاسلیک کړی او د اوفي OFII لخوا وړاندیز شوي فرانسوي کورسونه یې بشپړ کړي وي،
  • د کارموندنې مرکز Pôle Emploi سره راجستر شوي یاست،
  • په Hauts-de-Seine څانګه کې ژوند کوی.
یادونه: د غوښتنې په صورت کې د لومړنۍ روزنې سند صادر کیدی شي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

فرانسوي کورسونه او زده کړې چې ستاسو د کچې سره سمون لري د لیکلو او خبرو کولو پرمختګ لپاره د FLE (د یوې بهرنۍ ژبې په توګه فرانسوي) ښوونکي لخوا وړاندیز کیږي:

  • د لومړنيو مهارتونو بیاکتنه (لوستل، لیکل).
  • د تخنیکي لغتونو زده کول.
یادونه: تاسې به روزنه کې د شاملیدو څخه دمخه د فرانسوي ژبې ازموینه ترسره کړئ
د ریاضیاتو د اساساتو پیاوړتیا لپاره یو کورس چې ریستوراندارۍ سکتور کې پلي کیږي چې ستاسې په مسلکي ژوند کې د خپلواک کیدو لپاره هم وړاندیز کیږي.
  • پوه شئ چې څنګه خپله سي وي CV جوړه کړئ او د پوښښ یا انګیزه لیک ولیکئ
  • د ډیجیټل ټیکنالوژۍ کارول زده کول: میل باکس جوړ ول، بیوروتیک (ټول هغه تخنیکونه چې د دفتر کارونه کمپیوټري کوي) آنلاین طرزالعمل ترسره کړئ، او داسې نور.
  • خپل مسلکي مهارتونو ته وده ورکړئ: د حفظ الصحې او خوندیتوب مقررات، تخنیکي اصول، او نور.
  • شرکتونو څخه لیدنه وکړئ او د عملي کاري شرایطو څخه ځان خبرکړئ.

د روزنې په پای کې به تاسې د خپلې پوهې کارولو لپاره ستاج یا انټرنشپ ترسره کړئ، خپله انګیزه وښایاست او په مسلک کې ستاسو علاقه تایید کړئ. د خواړو ځای یا ریستورانت کې د کار موندنې فرصت ترلاسه کړئ.

تاسو کولی شئ نورې وړ او مسلکي زده کړې هم تعقیب کړئ او په یو ځانګړي مسلک کې تخصص وکړئ: د بیلګې په توګه، د اشپز مرستیال مسلک ( ټورنسول پروګرام Programme Tournesol).

د Tournesol پروګرام په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ : د Réfugiés.info پاڼهوګورئ .

مهمه یادونه: تاسو کولی شئ د کورس په اوږدو کې او ستاسو د روزنې وروسته (دوه میاشتې) د انفرادي تعقیب او ملاتړ څخه ګټه پورته کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

د لومړنۍ روزنې (PRÉ-FORMATION) په پروګرام کې د شمولیت لپاره خپله غوښتنه د ایس ایم ایس له لارې 0765808648 یا د بریښنالیک له لارې واستوئ formations@refugee-food.org _

د لاندې معلوماتو ورکول مه هیروئ:

  • ستاسو نوم، تخلص
  • ستاسو د تلیفون شمیره.

راتلونکي روزنیزه دوره:

د 2023 د اکتوبر له نیمایي څخه د 2024 جنوري تر نیمایي پورې په پاریس کې.

فورمه ډکه کړئ او په روزنه کې زموږ د داخلې شرایط دلته وګورئ.

د پاڼې سر

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
xavidumxavidumاډمین
refugeefoodrefugeefoodد صفحي پورته برخه
nounouد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
pierrecpierrecد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه