مهم معلومات
د .....................سره Programme "Aller vers" - Association Envergure
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
د کار او کور په موندلو کې ملاتړ کیدل
دا څه دي ؟
د جګړې له امله د بې ځایه شویو اوکراینیانو لپاره ټولنیز-مسلکي ملاتړ، په ابتدايي توګه د بیړني استوګنې په مرکزونو او د اوسیدونکو په استوګنځي کې په لاندې مواردو کې مرسته کول:
- په اوکراین کې ترلاسه شوي مهارتونه او تجربې په نښه کول
- د سکټور او مسلکي پروژې پراساس د دندې لټون کول
- د کار مرکې لپاره چمتو کول
- د باثباته کور لټون
- خپله دنده او هستوګنه ساتل، خپلواک کیدل.
موخه دا ده چې د Bouches du Rhône شاوخوا سیمو کې د دوامدار کارموندنې او د استوګنې حلونه موندل.
- موقتي محافظت او د اوکراین تابعیت ولري
- په مرکز یا د کورنۍ سره ځای په ځای یا میشت شوي یاست.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د هغو شرکتونو سره نښلول او تماس کې کول چې خلک په کار ګماري، ترڅو تاسې خپل مسلکي تجربې او مهارتونو وده ورکړئ.
د دایمي دندې درلودل بیا کور ته لاسرسی اسانه کول.
ملاتړ ستاسو د اړتیاو پراساس تر 12 میاشتو پورې دوام کوي او په دوه مرحلو کې تنظیم کیږي:
- د مسلکي پروژې د جوړولو لپاره د 5 اونیو لپاره په اونۍ کې یوه غونډه
- د اړتیا سره سم د مشاور سره اړیکه، په ورته وخت کې د کار او کور لټون.
فرانسوي کورسونه د EPFF (Espace Pédagogie Formation France) لخوا وړاندې کیږي.
د کورسونو او زده کړو وختونه تاسو ته اجازه درکوي چې په ورته وخت کې کار هم وکړئ.
ستاسې د شتون او ستاسې مهال ویش سره سم د ناستي او ملاقات وختونه تنظیمیږي.
څنګه یې وکړو ؟
- د بریښنالیک له لارې maryna.yeromenko@amplitude.eu
- د ایس ایم ایس (SMS) له لارې په دې شمیره پیغام ولیږئ 0756181489
خپل مشخصات یا شخصي معلومات ورکول مه هیروئ:
- تخلص
- نوم
- د تیلیفون شمیره
- د بریښنالیک پته
- پوستي کوډ
- ستاسو شتون.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
13 مرسته کونکي فعالیت کوي