Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Un métier pour demain : parrainage professionnel

France Terre d'Asile
د.........لخوا وړاندیز شويFrance Terre d'Asile

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهA2, B1, B2, C1, C2

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهلږ تر لږه 3 میاشت
د ګډون کچهلږ تر لږه 2 غونډې هره میاشت

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل

دا چېرته دی ؟

په فرانسه کې د مسلکي او کار نړۍ په اړه ځان خبرول او معلومات ترلاسه کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 2 mois

دا څه دي ؟

د خپل نړیوال خوندیتوب یا اسنادو ترلاسه کولو وروسته، تاسې اوس د کار کولو امکان لرئ، ولې تاسې نه پوهیږی چې په فرانسه کې چیرته کار ومومئ او څرنګه یې پیدا کړئ.

د دې برنامې موخه دا ده چې تاسو د مسلکيانو سره اړیکه ونیسئ ترڅو دوی له تاسو سره مرسته وکړي چې پوه شئ چې په فرانسه کې یو کس څنګه کار کوي ...

مسلکي مرسته یا لارښونه تاسو ته اجازه درکوي چې په منظمه توګه د هغه چا سره لیدنه وکړئ چې ستاسو په مسلکي پروژه کې د ملاتړ لپاره شتون لري. دا منظمې ناستې لږ تر لږه په میاشت کې دوه ځله او لږ تر لږه د 3 میاشتو لپاره ترسره کیږي.

یادونه: د کورس په اوږدو کې، هر کاندید د خپلې مسلکي پروژې پر بنسټ د انفرادي څارنې او شخصي مالتړ څخه ګټه پورته کوي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسو کولی شئ د کاري شرایطو په اړه پوښتنې وکړئ، په فرانسه کې د کار کولو ګټې، د فعالیت سکتورونه او مسلکونه چې خلک استخدام کوي او په کار ګماري، او داسې نور.

تاسو کولی شئ خپلې تجربې له هغو کسانو سره شریکې کړئ چې تاسو ته مشوره درکوي. دوی به تاسو سره د روزنې، انټرنشپ یا ستاج، دندې موندلو یا خپل سوداګرۍ یا شرکت رامینځته کولو لپاره د عملي پلان رامینځته کولو کې مرسته وکړي.

ستاسو سره مرسته کوونکی یا لارښود به تاسې د خپلې مسلکي شبکې خلکو سره معرفي کړي، تاسو به د شرکتونو سره په اړیکه کې کړي، تاسې ته دشرکتونو څخه د لیدنې ضمینه برابره کړي، او یا داچې تاسو به وکولی شئ د دندې وړاندیز ته خپله غوښتنه واړندې کړئ.

تاسو به زده کړئ چې څنګه د خپلې تجربې او پوهې په اړه په ښه توګه معلومات ورکړئ، پوه شئ چې څنګه مرکه ترسره کړئ، سمې پوښتنې وکړئ، ترڅو شرکت دې ته اړ کړي چې تاسو استخدام او په کار وګماري.

په فرانسوي ژبه کې د یو کس سره خبرې اترې او تبادله کول چې ستاسې د فعالیت سکټور یا مسلک اړوند په لغتونو پوهیږي ترڅو په فرانسوي کې پرمختګ وکړي او په کار کې خپلواک یاست.

څنګه یې وکړو ؟

د پییر-یویس اورلینګیز (Pierre-Yves Orlianges) سره په روین (Rouen) کې دفرانس تیر ازیل سازمان د ادغام/CPH مرکز کې د ملاقات وخت واخلئ : pyorlianges@france-terre-asile.org

په ګډه، موږ به ستاسو د تجربې او ستاسو د مسلکي هیلو اوغوښتنو په اړه یو پوښتنلیک ډک کړو، او زه به ستاسې لپاره یو مرسته کوونکي یا لارښود کس ولټوم چې ستاسې په څیر ورته دنده ترسره کوي یا هغه دنده چې تاسو یې کول غواړئ.

ستاسې د شتون او ستاسې علاقي پورې اړه لري، موږ به تاسې ته د مرسته کوونکي یا لارښود کس سره د یوې غوڼدې وړاندیز وکړو، ترڅو تاسو یو له بل سره وپیژنی او همکاری او ملاتړ پیل کړئ.

تاسو او ستاسو مرسته کونکی یا لارښود کس کولی شئ په ګډه پریکړه وکړئ چې تاسو د دې همکاری او ملاتړ پرمهال څه کول غواړئ:

  • د ناستې وختونه او موده (لږترلږه په میاشت کې دوه غونډې)
  • د پروګرام تنظیم.

تاسو به د خپل پرمختګ او پیشرفت د ثبتولو لپاره د یاداشت کتابچه په ګډه ډکه کړئ، چې تاسې به یې له ځان سره ساتئ.

د پاڼې سر

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
xavidumxavidumاډمین
cphrouencphrouenد صفحي پورته برخه
rama anzourama anzouد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
анастасияанастасияد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه