Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

فرانسوي ژبه زده کول او په ورځني ژوند کې ملاتړ کیدل

د .....................سره Centre de formation EPISODE

د.........لخوا وړاندیز شوي Centre de formation EPISODE ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

په څو کچو کې فرانسوي کورسونه او د مسلکي ادغام په برخه کې د یو سلاکار لخوا (هغه څوک چې د دندې موندلو کې مرسته کوي، روزنه او نور) ملاتړ کیدل ترڅو وکوالی شي په فرانسه کې خپل ژوند تنظیم کړي او خپلواک شئ.

مهمه یادونه: په دې روزنه کې د ګډون لپاره، تاسو باید:
- نړیوال محافظت ولري (کډوال، فرعي محافظت، بې تابعیته شخص)
- یا د 5 کلونو څخه کم وخت نه په فرانسه کې ژوند کوئ
- په اوفي OFII کې د CIR (د جمهوریت د ادغام تړون) لاسلیک کړی وي.

روزنه تاسو ته اجازه درکوي:

  • په فرانسوي ښه پوهیدل او خبرې کول
  • دنده پیدا کول او ساتل
  • د اداري اسنادو بشپړول
  • ورځنی ژوند اسانه کول (په دې پوهیدل چې څنګه ټرانسپورټ وکاروئ، روغتیايي یا له ډاکټر سره د ملاقات وخت اخیستل، او داسې نور).
یادونه: روزنه د 3 میاشتو لپاره په اونۍ کې 4 نیمې ورځې تنظیم کیږي.
د کورس وختونه د فرانسوي کچې پورې اړه لري.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د فرانسوي ژبې ښوونکی ستاسې اړتیاو سره سم ځان عیار وي او "ګټور" او "عملي" فرانسوي درس ورکوي ترڅو وکولی شي د همکارانو سره اړیکه ونیسي، د ماشومانو ښوونځي سره، ګاونډیو سره ...

د ادغام سلاکار ستاسو سره ستاسې د مهارتونو او پروژې پر بنسټ د کار یا روزنې په لټه کې مرسته کوي.

ټولنیز کارکونکي تاسو سره د ځینې اداري طرزالعملونو کې مرسته کوي (د استوګنې غوښتنه کول، روغیتایي یا ډاکټر سره د ملاقات وخت اخیستل، کاف CAF ته اسناد لیږل، او داسې نور).

موخه دا ده چې د روزنې په پای کې تاسې وکولی شئ د مرستې اړتیا پرته د خپل ورځني ژوند کړنې او چاري ترسره کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

  1. موږ له تاسې سره په ګډه د معلوماتو پاڼه بشپړه و.
  2. تاسې به Vaux-le-Pénil ته د فرانسوي ازموینې ترسره کولو لپاره راشئ.
  3. تاسې د خپلې مسلکي پروژې په اړه د خبرو کولو لپاره د ادغام مشاور سره لیدنه ترسره کړئ.
  4. دوی به تاسو ته زنګ ووهي چې تاسو ته ووایی چې تاسو په کوم ګروپ کې شامل شوي یاست.
  5. راشئ او خپل د نوم لیکنې یا راجسټریشن فورمه ډکه کړئ او فرانسوي کورسونه او ورکشاپونه پیل کړئ.

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • xavidumاډمین
  • centre de formation episodeایډیټر او کره کتونکی
  • rama anzouد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • anastasiia12345د صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles