Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

په پاریس کې سپورت کول

د .....................سره Terrains d'Avenir

د.........لخوا وړاندیز شوي Fútbol Más France , Emmaüs Solidarité, Kabubu, Fútbol Más, Play International, Ovale Citoyen, Taekwondo Humanitarian Foundation, Ministère chargé des Sports et des Jeux Olympiques et Paralympiques, Olympic Refuge Foundation...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

تیران داونیر (Terrains d'Avenir) په ایل د فرانس کې د وړیا سپورت او لوبو ترسره کولو یو پروګرام دی.
موږ مختلف فعالیتونه وړاندیز کوو:

  • د سپورت کولو تمرینونو،
  • د سپورت فعالیتونه،
  • ټولنیز او کلتوري سفرونه
  • د سپورت او ورزشي مسلکونو پورې اړوند روزنې ...
یادونه: پروګرام د 2022 په فبروري کې پیل شوې او د 2024 په پای کې به پای ته ورسیږي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د بېلابېلو اتحادیو لخوا وړاندیز شوي سپورتي فعالیتونه د هرچا لپاره خلاص دي، او د ګډون لپاره پیسو ورکولو ته اړتیا نشته.

پروګرام تاسو ته اجازه درکوي چې هره اونۍ د دوشنبې څخه تر شنبې پورې په پاریس کې په 30 سپورتي غونډو کې برخه واخلئ.

که تاسو علاقه لرئ، زموږ په ټولنیزو شبکو کې زموږ د فعالیتونو مهالویش کتل مه هیروئ.

موږ د اونۍ د دې 30 فعالیتونو په مینځ کې تاسو ته له 15 څخه ډیر مختلف سپورتونه وړاندې کوو: فوټبال، باسکیټبال، ختل، نڅا، لامبو ... او ډیری نور.

هره اونۍ، یوازې د ښځو لپاره پرانیستې سپورتي غونډې وړاندې کیږي.

څنګه یې وکړو ؟

  1. د فعالیتونو مهالویش وګورئ چې تاسو یې زموږ په ټولنیزو شبکو کې موندلای شئ.
  2. هغه فعالیت ته لاړ شئ چې تاسو یې غواړئ.
  3. کله چې تاسو راشئ، تاسو باید مشخص کړئ چې تاسو پروګرام ته نوي راغلي یاست، ترڅو خپل د پیوستون جواز ترلاسه کړئ او پدې توګه د Terrains d'Avenir غړی شئ.
  4. بیا تاسو کولی شئ په نورو فعالیتونو کې برخه واخلئ، په یاد ولرئ چې تاسې باید له ځان سره همیشه د پیوستون جواز ولرئ.

یادونه: تاسو نشئ کولی د Terrains d'Avenir سره سیالي وکړئ، ولې تاسې کولی شئ راشئ او موږ سره وګورئ ترڅو موږ وکولی شو تاسو یو کلب ته ولیږو.

ځینې فعالیتونه د ګډون دمخه نوملیکنې یا راجسټریشن ته اړتیا لري. دا د فعالیت مهال ویش کې ښودل شوي.

که تاسو خپل سپورت ونه مومئ، موږ سره اړیکه ونیسئ چې موږ ته یې ووایاست!

انسټاګرام: @terrains_davenir

ټویټر: @TerrainsdAvenir

فیسبوک: Terrains d'Avenir

لنکدن:Terrains d'Avenir

infos@terrainsdavenir.fr ته د بریښنالیک له لارې یا زموږ د ټولنیزو شبکو له لارې.

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • terrains d'avenirد صفحي پورته برخه
  • rama anzouد صفحي پورته برخه
  • elinakhnد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • guillaume dumas (pe)د صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles