Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Projet Ali Jan (PAJ)

MADERA
د.........لخوا وړاندیز شويMADERA

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
ځانګړي خلککورنۍ او ماشومان, ښځې, ځوانان

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهد 6 او 36 میاشت ترمنځ
د ګډون کچهلږ تر لږه 3 ساعتونه هره میاشت
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه, جمعه, شنبه

په یوه کوچني یا متوسط ښار کې د ژوند او کار کولو لپاره ملاتړ کیدل

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 2 mois

دا څه دي ؟

دا یو هراړخیز پروګرام دی چې په نوي ښار یا کلیوالي سیمو کې ستاسو د ژوند تنظیم کولو کې مرسته کوي : د استوګنې درلودل، کار کول، سپورت کول، د نوي خلکو سره لیدنه ...

هدف دا دی چې تاسې ته د فعالیت او مسلکونو سکتورونه سره اشنا کړو او معرفي کړو، کوم چې نوي کسان په کار ګماري ترڅو کاري نړۍ ته ستاسو ننوتل اسانه کړي او ژوند کولو لپاره اسانتیاوي رامینځته کړي.

تاسې کولی شئ د فرانسې ښارونو او سیمو ته په لیدنو او سپورتي فعالیتونو کې هم برخه واخلئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

موږ ستاسو د اړتیاو سره سم ستاسو ملاتړ په ګډه رامینځته کوو او ستاسو سره مرسته کوو:

  • د ځوان کارګرانو په استوګنځای کې یا د یو کوربه کونکي سره د استوګنې ځای موندل
  • په بیلابیلو مسلکونو کې د ادغام سایټ یا محل کې روزنه او کار موندل: ساختماني، کر کرونده یا د سبزیجاتو کرل او خرڅول او داسې نور.
  • د اداري پروسیجرونو ترسره کول زده کول: روغتیا، ټرانسپورټ، او نور.
  • پوه شئ چې څنګه کمپیوټر وکاروئ او انټرنیټ استفاده کړئ.
  • سفر وکړئ او په فرانسه کې نوي ځایونه ومومئ
  • د سپورت، یوګا، هنر، نڅا یا مدیټیشن ورکشاپونو کې برخه واخلئ
  • د فرانسوي کلتور او ټولنې درک کول: نندارتونونو، موزیمونو څخه لیدنه.

موږ د فعالیتونو او لیدنو پرمهال فرانسوي خبرې کوو او تاسو کولی شئ د خپلې فرانسوي ژبې کچه ښه کړئ.

که تاسو د معلوماتو ژباړلو ته اړتیا لرئ، داسې کسان شتون لري چې له تاسې سره ستاسو په مورنۍ ژبه (عربي، دري، پښتو، انګلیسي، هسپانوي) کې اړیکه ونیسي.

څنګه یې وکړو ؟

  • د تلیفون له لارې :

07 81 40 99 88

06 52 04 12 62

07 49 01 95 15

د پاڼې سر

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
claudia mclaudia mاډمین
maderamaderaایډیټر او کره کتونکی
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
bissobissoد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه