Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Insernautes

TRAVAIL ENTRAIDE
د.........لخوا وړاندیز شويTRAVAIL ENTRAIDE

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهA1, A2, B1, B2

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهپه دقیق ډول 3 میاشت
د ګډون کچهپه دقیق ډول 4 ورځې هره اونۍ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, پنجشنبه, جمعه

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
CIR یې لاسلیک کړی او د اوفي کورسونه یې بشپړ کړې وي

دا چېرته دی ؟

د فرانسوي ژبې او انفارمتیک زده کړه ترسره کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 7 mois

دا څه دي ؟

د فرانسوي ژبې زده کولو او په مسلکي نړۍ کې د کمپیوټر کارولو څرنګوالی د 3 میاشتنۍ بې معاشه روزنیز کورس.

برنامه په دوه برخو ویشل شوې ( فرانسوي او ډیجیټل ټکنالوجي یا انفارمتیک کورسونه ) په روزنیزه زده کړه کې زیات نه زیات د 10 کسانو یا زده کوونکو ګروپونه وي.

په دې روزنه کې د ګډون لپاره، تاسو باید:
- د اروپایی اتحادیې څخه بهر د یو هیواد څخه اوسئ
- د استوګنې د جواز د اعتبار وړ غوښتنلیک ولرئ یا په فرانسه کې له 5 کلونو څخه لږ وخت کې په قانوني توګه استوګن یاست
- په خپله اصلي ژبه لوستل او لیکلو وړتیا لرل
- لږترلږه په فرانسوي کې د A1 کچه لرل
- د زده کړې ترسره کولو اړوند ډیر هڅونکی اوسئ او علاقه ولرئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د FLE (فرانسوي د یوې بهرنۍ ژبې په توګه) ښوونکی ستاسو سره په لاندې مواردو کې مرسته کوي:

  • د فرانسوي ژبه په شفاهي زده کړه او لیکلو کې مرسته، په ورځني ژوند کې یا په کار کې د خبرو اترو زده کول (د فریلو غوښتنلیک کې تمرینونه)
  • د DELF ازموینې لپاره چمتو کول (په فرانسوي ژبه کې د زده کړي ډیپلوم)
  • د ژبو لپاره د حوالې مشترکه اروپایی چوکاټ مهارتونه تایید یا تصدیقول.
  • آنلاین اړیکه نیول (ټولنیز شبکې، د منځپانګې لیکل، او نور)
  • ځانګړي تخنیکي سافټویرونو یا کمپیوټري پروګرامونو پژندل: فوټوشاپ (د عکس ایډیټ کول)، پریمیر عناصر Première Elements (ویډیو جوړول)، ورډپریس WordPress (ویب پاڼه جوړول).

د مسلکي ادغام مشاور له تاسې سره د روزنې له پیل څخه د 6 میاشتو لپاره شخصي ملاتړ وړاندې کوي، ولې دا ستاسې پروژې پورې اړه لري (د کار موندل، روزنه ترسره کول).

ډله ایز او انفرادي ورکشاپونه تنظیم کیږي ترڅو ستاسې وضعیت وڅیړي او او معلومات ترلاسه کړي.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو همدارنګه کولی شئ چې په لاندې پته زموږ مرکز ته راشئ او موږ سره ووینئ:

10 place Nobel - 77350 Le Mée-sur-Seine

دفتر د دوشنبې څخه تر جمعې د سهار له 9:00 بجو څخه تر 12:30 بجو او د ماسپښین له 1:30 څخه تر 5:00 بجو پورې خلاص وي.
د پاڼې سر

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
claudia mclaudia mاډمین
te77te77د صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
cyberepcyberepد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
ammar bazzaziammar bazzaziد صفحي پورته برخه
iris_5033iris_5033د صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه