Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

په Centre-Val de Loire کې د مدني خدمت ترسره کول

د .....................سره Volont'R

د.........لخوا وړاندیز شوي UFCV CENTRE- VAL DE LOIRE ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

په مختلفو برخو کې د ځوان کډوالو لپاره د عمومي ګټو د ملکي خدماتو ماموریتونه (پیوستون، کلتور، چاپیریال، تعلیم، حافظه، سپورت، او نور).

ماموریتونه د 16-25 کلنو عمر لرونکو کسانو لپاره خلاص دي، حتی د 30 کلنو کسانو لپاره هم د لاس رسي وړ دي که چیرې یو کس معیوبیت ولري.

یادونه: د ماموریتونو د ترسره کولو په مقابل کې تاسې ته معاش درکول کیږي. دا له 6 څخه تر 12 میاشتو پورې دوام کوي، په هره اونۍ کې د 24 ساعتونو څخه تر 35 ساعتونو پورې.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

دوه وړیا او لازمي روزنیز کورسونه وړاندې کیږي:

  • PSC1 (د لومړنۍ مرستې روزنه )
  • اتباع او مدني روزنه د ډیری موضوعاتو سره چې کولای شئ غوره یې کړئ: فرانسوي کلتور، سیکولریزم، تابعیت، او نور).

د کورس په جریان کې، تاسې به د یو ښوونکي سره لخوا ملاتړ کیږی چې ستاسې په کارونو کې به له تاسې سره مرسته کوي او ستاسې په راتلونکي پروژه کې به ستاسې لارښوونه کوي.

تاسو کولی شئ د خپلې مسلکي پروژې پراساس نور روزنیز کورسونه هم تعقیب کړئ:

  • BAFA (د تسهیل کونکي دندو لپاره د وړتیا سند)
  • د بهرنۍ ژبې په توګه د فرانسوي ژبې کورسونه ستاسو د کچې سره سمون لري ...

ستاسې د قرارداد د مودې په پام کې نیولو پرته د ملکي خدمت په جریان کې به تاسې په میاشت کې 489.59 یورو مالي مرسته د دولت لخوا ترلاسه کوئ.

ستاسو کوربه جوړښت به تاسو ته د 111.35 یورو مالي مرسته هم درکړي.

  • یا د نغدو پیسو په ډول
  • یا په بله بڼه: د رستورانت ټکټونه، خواړه، کانټین، او داسې نور.

  • له خلکو سره لیده کاته او له یو بل څخه زده کول
  • خپله مسلکي شبکه جوړه ول.

څنګه یې وکړو ؟

ماری ارنولت (Marie ARNAULT) ته زنګ ووهئ، د ښکیلتیا پروګرامونو سیمه ایزه همغږي کوونکي: 0238568765 یا 0757421736.

یا راشئ موږ سره په مستقیمه توګه وګورئ (لاندې نقشه وګورئ):


UFCV
57, rue du Général de Gaulle
45650 SAINT-JEAN-LE-BLANC

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • xavidumاډمین
  • ufcv cvlایډیټر او کره کتونکی
  • mariamد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • anastasiia12345د صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles