Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د استوګنې ځای ترلاسه کول او په اداري پروسیجرونو کې ملاتړ کیدل

د .....................سره DIFRE (Dispositif d'Intégration des Familles de Réfugiés)

د.........لخوا وړاندیز شوي Dispositif d’intégration des familles de réfugiés - AIDAPHI ...میاشي کیږي چې نوي شوي 10 місяців тому

د لاندې خدماتو سره د لنډمهاله استوګنې امکانات او ټولنیز ملاتړ:

• د استوګنې موندلو لپاره ملاتړ

• په اداري پروسیجرونو کې مرسته: کاف CAF، اوفپرا OFPRA، او نور.

• د کورنۍ په طرزالعملونو کې ملاتړ: ښوونځي، د کورنۍ بیا یوځای کیدل، او داسې نور.

• د روغتیا او پاملرنې خدماتو توضیحات

• د روزنې یا کار موندلو لپاره مناسبې لارښوونې.

هدف دا دی چې په فرانسه کې خپل لومړی کور د یو ټولنیز کارمند سره ومومئ.

مهمه یادونه: د استوګنې ځای او د ملاتړ لپاره، تاسو باید: - د 18 کلونو څخه ډیر عمر ولرئ: نارینه یا ښځینه - مجرد یا کورنۍ اوسئ - د نړیوال محافظت ګټه اخیستونکی اوسئ چې د اعتبار وړ استوګنې جواز ولری - یا 'د تمدید سند ولرئ د استوګنې جواز یا رسیپسي لپاره غوښتنه کول - اوس مهال د استوګنې په مرکز کې یاست: CPH، CADA HUDA، CHU، CHRS... - خپلو حقونو ته لاس رسی ولرئ: د روغتیا بیمې سره ثبت شوي یاست- مالي سرچینې ولرئ ترڅو کرایه ورکړلای شئ. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې د استوګنې لګښتونو کې ګډون د مجرد خلکو لپاره د سرچینو 15 سلنه او د کورنیو لپاره 10 سلنه ده.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د کډه کولو، د ځای غوره کولو، د استوګنې او نورو برخو کې مرسته.
  • د کرایه دار حقونه او مسؤلیتونه پیژندل
  • د بودیجې مدیریت، د دوسیو چمتو کولو او د مرستې غوښتنې په اړه مشورې...

  • د اوفيOFII، افپرا OFPRA، پریفیکتور پروسیجرونو کې مرسته: د فورمو بشپړول، د اسنادو چمتو کول، او داسې نور.
  • د ورځني ژوند اړوند چارو کې مرسته: درملنې، روغتیا، کاف CAF، او داسې نورو ته لاسرسی.

  • ښوونه، معاشونه (مالي مرسته)، د ماشومانو پالنه...
  • د کورنۍ د بیا یوځای کیدو ملاتړ.

څنګه یې وکړو ؟

د استوګنې او ملاتړ ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید د یو ټولنیز کارمند سره اړیکه ونیسئ (په کدا CADA یا هودا HUDA کې، په ښاروالۍ کې، او داسې نور) چې ستاسو ملاتړ کوي او د دې خدماتو څخه د ګټې اخیستنې غوښتنه وکړئ.

مهمه یادونه: دا ممکنه نه ده چې مستقیم غوښتنه وکړئ، یو مسلکي به د استوګنې او کور ته د لاسرسي لپاره د بین الوزارتي پلاوي (DIHAL) سره ستاسې لپاره یوه دوسیه چمتو کړي او ستاسو غوښتنه به تعقیب کړي.

که تاسو کومه پوښتنه لرئ یا معلوماتو ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ د ایډافي (Aidaphi) ټولنې سره اړیکه ونیسئ:

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • difre36ایډیټر او کره کتونکی
  • veronicasiد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • charifeh aldabaghد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • shayanroushanد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • na-en77د صفحي پورته برخه
  • ahmad mrد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles