Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د استوګنې لپاره ځای ترلاسه کول او هراړخیز ملاتړ کیدل

د .....................سره Centre Provisoire d'Hébergement (CPH) AIDAPHI

د.........لخوا وړاندیز شوي CPH 36 Aidaphi ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

د لنډمهالې استتوګنې مرکز د OFII په لارښونې سره په شتورو Châteauroux او ارجنتون سور کروز Argenton-sur-Creuse کې د 9 میاشتو لپاره یو لنډمهاله د استوګنې ځای وړاندیز کوي.

دا خدمات تاسې ته په لاندې مورادو کې ټولنیز او مسلکي ملاتړ وړاندې کوي ترڅو خپلواک او په ځان بسا شي:

  • په اداري اسنادو پوه کیدل، د انټرنیټ له لارې په یوازي توګه د خپلو طرزالعملونو او پروسیجرونو بشپړولو او ترسره کول زده کول
  • د استوګنې یا کور موندل
  • د فرانسوي ژبې روزنه، مسلکي روزنه موندل
  • یو کار پیدا کول
  • د والدینو په توګه خپله کورنۍ اداره کول او مسؤولیتونه په مخ وړل، لکه (د ماشومانو ساتنه، په ښوونځي کې نوم لیکنه کول، تفریحی فعالیتونه ترسره کول، او نور)
  • د روغتیا متخصصینو سره کتنو کې ملاتړ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د لنډمهاله استوګنې مرکز د شاتورو Chateauroux او ارجنتون سور کروز Argenton-sur-Creuse په ښارونو کې د کورنیو او یوازي کسانو لپاره اپارتمانونه وړاندې کوي. مجرد یا یوازي کسان به 3 کسیزه ګډ استوګنځي یا اپارتمان کې ځای په ځای شي.

ټولنیز کارکونکي له استوګن شویو کسانو سره په لاندې مورادو کې ملاتړ کوي:

- د کار موندنې مزکز Pôle Emploi، کاف CAF، د روغتیا بیمې اړوند طرزالعملونو او چارو کې او داسي نور پروسیجرونه،

- د فرانسوي ژبې روزنې، مسلکي روزنې ته معرفي کول،

- د مسلکي ادغام لپاره ملاتړ،

- د کور ساتلو او اداره کولو څرنګوالی زده کول.

هر استوګن شوی کس د خپلو اړتیاو سره سم انفرادي تعقیب او شخصي ملاتړ ترلاسه کوي.

سي پي ایچ (CPH) د هر کس سره د هغه د شخصي شرایطو او وضعیت مطابق مرسته او ملاتړ کوي:

- د استوګنې یا کور موندل

- ټولنیزه خپلواکي ترلاسه کول

- په مسلکي ژوند کې ادغام کیدل.

څنګه یې وکړو ؟

هر هغه څوک چې د نړیوال خوندیتوب څخه ګټه پورته کوي باید د اوفي OFII ادارې څخه په CPH کې د استوګن کیدو لپاره غوښتنه وکړي.

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • xavidumاډمین
  • cph36ایډیټر او کره کتونکی
  • mariamد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • anastasiia12345د صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles