VISA Savoir Communiquer et Calculer - فرانسوي او ریاضي زده کول - Réfugiés.info

Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

فرانسوي او ریاضي زده کول

د .....................سره VISA Savoir Communiquer et Calculer

د.........لخوا وړاندیز شوي INFREP 45 , Région Centre Val Loire...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 5 jours

د اړیکو او محاسبې د پوهیدو لپاره ویزه (Le Visa Savoir Communiquer et calculer) (لوستل، لیکل، ریاضي) په لاندې برخو کې یو تازه کوونکی کورس دی:

  • فرانسوي ژبه ، په لیکلي او شفاهي ډول ښه اړیکه نیول (پوهیدل، ځان څرګندول، د پوښ لیک لیکل...)
  • او یا په ریاضي کې د ښې محاسبې لپاره (تقسیم، ساحې، حجمونه، واټنونه...)
یادونه: دا روزنه وړیا ده او د سنتر وال دی لوار (Centre Val de Loire) سیمه ایزې شورا لخوا تمویل کیږي.
هغه خلک چې په دې کورس کې برخه اخلي "د مسلکي روزنې زده کونکي" ندي؛ دوی د مسلکي روزنې زده کونکي معاش ته ورته حقونه نلري.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د ویزا VISA د اړیکو او محاسبې مهارتونو کورس یو لنډ کورس (80 ساعته) دی چې ډیر ژر پیل کیدی شي. دا د "دوامداره نوم لیکنې" سره یو کورس دی، پدې معنی چې دا کورس د کال په اوږدو کې پیل کول ممکن دي.

د روزنې مهال ویش د خلکو شتون سره سمون لري. ستاسې د خوښې او انتخاب سره سم د 3 ساعتونو روزنیز پروګرامونه شتون لري چې د دوشنبې څخه تر جمعې پورې خلاص دي.

د روزنې محتوا یا درسي مواد د شخص اړتیاوو سره سمون لري: د فرانسوي زده کړه یا د فرانسوي او ریاضیاتو له سره زده کول.

دا ممکنه ده چې ستاسې کچه په فرانسوي ژبه کې زموږ د یو شریک یا همکارې مرکز سره تایید کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

د نوم لیکنې یا راجستر کولو لپاره، تاسې باید د معلوماتو لومړنۍ ناسته کې ګډون وکړئ یا د روزونکي سره لیدنه وکړئ.

د دې لپاره د INFREP 45 سره په 0238626400 شمیره اړیکه ونیسئ

یا contact45@infrep.org سره اړیکه ونیسئ او غوښته وکړئ چې تاسو فرانسوي زده کول غواړئ (VISA Savoir Communiquer et calculer).

Passer la carte

Lieu d'accueil

  • 1 Rue des Charretiers, 45000 Orléans, France
  • 0238626400
  • contact45@infrep.org
Chargement de la carte...

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • Maelysاډمین
  • Aceاډمین
  • Nadia INFREP45د صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • ammar bazzaziد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles