Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Programme FIER

Kabubu Paris
د.........لخوا وړاندیز شويKabubu Paris

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهA2, B1, B2, C1, C2

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهتقریبا 10 میاشت
د ګډون کچهپه دقیق ډول 35 ساعتونه هره اونۍ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه, جمعه

شرایط

د کارموندني مرکز France Travail کې یې نوم لیکنه کړې وي
د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل

دا چېرته دی ؟

د سپورت په برخه کې د کار کولو لپاره تادیه شوي روزنه ترسره کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 5 mois

دا څه دي ؟

فیر FIER (فوټبال شمولیت کار نوي راغلي کسان) یو روزنیز پروګرام دی چې تاسې ته د سپورت یا لوبو په یو کلب کې د هرکلي یا ریسپشن مسؤول دندې لپاره چمتو کوي.

برنامه په 2 مرحلو کې ده:

  1. د سپتمبر له 4 څخه تر دسمبر 22، 2023 پورې، بشپړ وخت کورسونه او زده کړې (په اونۍ کې 35 ساعته)، په فرانسوي او ډیجیټل ټکنالوژۍ برخه کې نویو مهارتونو زده کول او د سپورت په یو کلب کې د مسلکي ژوند لپاره ستاسې چمتو کول. دا روزنه د 4 میاشتو مودي لپاره تادیه کیږي.
  2. د جنورۍ څخه تر جون 2024 پورې، د سپورت یو کلب کې د 6 میاشتنۍ کار او زده کړې یا عملي کار دوره ترسره کول، ددې لپاره چې د اداري او هرکلي کارمندانو مسلکي ډیپلوم ترلاسه کړئ چې د سپورت او تفریح سکتور سره سمون لري. د روزنې دوهمه مرحله یوازي هغو کسانو لپاره د لاسرسي وړ ده چې د کار او زده کړې (الترنانس) ترسره کولو لپاره د سپورت کلب ومومئ.
مهمه یادونه: پروګرام کې د ګډون او ثبت نام لپاره معیارونه او شرایط په لاندې ډول دي:
- د نړیوال محافظت ګټه اخیستونکی اوسئ (د کډوال وضعیت او اسناد لرل یا د فرعي خوندیتوب څخه ګټه اخیستوکي یا بې تابعیته (اپارتاید) شخص)، لنډمهاله محافظت، یا نوی راغلی اوسئ (په فرانسه کې له 5 کلونو څخه کم وخت تیر کړی او د استوګنې جواز ولرئ)
- لږترلږه په فرانسوي کې د تایید شوي A2 کچه ولرئ
- د 18 او 29 کلونو ترمنځ عمر ولرئ او په لیون میټروپول (Métropole de Lyon) کې ژوند کوئ
- د کار غوښتونکي اوسئ او د کار موندنې مرکز Pôle Emploi سره راجستر شوې یاست (یا وړ) یاست
- د سپورت سره مینه ولرئ، په ځانګړې توګه د فوټبال لوبي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د انیمیشن کورسونه
  • د فرانسوي ژبې مسلکي کورسونه
  • د ډیجیټل ټکنالوژۍ کورسونه (د کمپیوټر، ورډ، ایکسل پروګرامونو کارول او داسي نور)
  • کورسونه او روزنې چې کولی شي تاسې ددې وړ وګرځوي چې په یوازې توګه اداري طرزالعملونه او پروسیجرونه ترسره کړئ او د فرانسوي ټولنیز سیسټم باندې ښه پوه شي.

د روزنې لومړۍ برخه د اولمپیک لیونیس (فوټبال کلب) په دفترونو کې د کورسونو سره تنظیم کیږي، ترڅو تاسې پدې برخه کې د دندې موندلو لپاره چمتو کړي.

همدارنګه تاسې ته د سپورت په یو سیکتور کې د 4 ورځو شملویت او ګډون وړاندیز هم کیږي.

تاسې ورسته ددې امکانات هم لرئ چې د اداري او هرکلي کارمند مسلکي ډیپلوم ترسره کړئ (د CAP کچې ډیپلوم)، د سپورت سکتور اړوند یوه شرکت کې د کار او زده کړې (الترنانس) پرګرام له لاري.

څنګه یې وکړو ؟

د پاڼې سر

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
claudia mclaudia mاډمین
kabubukabubuایډیټر او کره کتونکی
bissobissoد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه