Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

په مسلکي ادغام کې ملاتړ ترلاسه کول

د .....................سره Cap Ulysse

د.........لخوا وړاندیز شوي Cap Ulysse ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

دا د ډیپلوم ترلاسه کولو پرته روزنه ده چې د میرمنو لپاره د لاس رسي وړ ده او له هغوی سره په مسلکي او ټولنیز ادغام کې مرسته کوي.

ددې روزنې موخه دا ده چې یوه میرمن په خپل مسلکي ژوند کې د امکان تر حده خپلواکه شي او په بریالیتوب سره په یوه شرکت یا اتحادیه کې مدغمه او ګډون وکړي.

په کال کې دوه روزنیز دورې شتون لري (پسرلی او مني).

مهمه یادونه: په پروګرام کې د ګډون لپاره، تاسو باید:
- لږترلږه د A1 کچه شفاهي او لیکلي ولرئ
- د کډوال وضعیت ولرئ یا د فرعي محافظت څخه ګټه اخیستونکی یاست
- د استوګنې د جواز (کارت دی سیجو) د اعتبار وړ غوښتنلیک ولرئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د ورځني او مسلکي ژوند لپاره لومړني لغتونه زده کول
  • په خبرو کولو او لیکلو کې پرمختګ (د خبرو اترو ورکشاپ).

  • د ډیجیټل ټیکنالوژۍ پیژندل او کارول (کمپیوټر، سمارټ فون)
  • دا زده کول چې څنګه ګټورې ویبپاڼې وکاروئ، لکه (کاف CAF، د کارموندنې مرکز Pôle emploi او داسي نور).

  • د جمهوریت او فرانسوي کلتور ارزښتونه زده کول
  • په کلتوري نندارتونونو کې ګډون کول.

  • ستاسې د اړتیاو سره سم په ټاکلیو شویو ورکشاپونو کې برخه اخیستل (خپلو مهارتونه ته وده ورکول، د کار بازار پيزندل او پوهاوی ترلاسه کول، د دندې لټون تنظیمول، او داسې نور)
  • په یوه شرکت یا اتحادیه کې ستاج ترسره کول

د روزنې په پای کې او ستاسو د مسلکي پروژې سره سم، دا ممکنه ده چې په یوه شرکت یا یوه اتحادیه کې ستاج یا عملي کار ترسره کړئ ترڅو خپله زده کړه او زونه د عملي کار له لارې عملي کړئ.

مهمه یاونه: انفرادي ناستي به ستاسې د روزنیز پروګرام او ستاسې مسلکي لید یا اورینټیشن اړوند د معلوماتو د تبادلي په موخه تنظیم شي.

څنګه یې وکړو ؟

که تاسو لیوالتیا لرئ، تاسو کولی شئ د ایلیز لافون سلبر (Elise LAFON SILBER) سره اړیکه ونیسئ.

بریښنالیک: lafonsilber@capulysse.fr

داسې. : 05560883 / 0609463314

د راتلونکو روزنیزو کورسونو مهال ویش :

  • مني: 09/17/2024 - 10/12/2024، (د سیپتمر 17 مې نیټې څخه د دیسمبر 12 پورې)
  • پسرلی: د 2024 کال د فبروري میاشتي څخه

21 ناستې یا درسي ټولګي، هره سه شنبه او پنجشنبه د سهار له 9:30 بجو څخه تر 1:00 بجو پورې.

یادونه: نوم لیکنه د روزنې له پیل څخه یوه میاشت دمخه اړینه ده.

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • a mugnierاډمین
  • xavidumاډمین
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • ammar bazzaziد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • eliselsایډیټر او کره کتونکی

Liens utiles