مهم معلومات
د .....................سره Groupe SOS Solidarités
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
د کوراړوند طرزالعملونو کې مرسته ترلاسه کول
دا څه دي ؟
یو مسلکي کارکوونکی به ستاسې سره په انفرادي ډول مرسته وکړي که تاسې د خپل استوګنځي یا کور اړوند چارو کې ستونزه لرئ:
- د اسنادو تشریح،
- په پروسیجرونو یا طرزالعملونو کې مرسته،
- د چټک حل موندلو لپاره لارښوونې.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
که تاسې د کور وړاندیز ترلاسه کړی وي، نو یو ټولنیز کارمند به له تاسې سره پدې اړه په لاندې مواردو کې مرسته وکړي:
- د استوګنې تجهیزات (د کور وسایلو، تجهیزات موندل او داسي نور)
- د اوبو، ګاز، بریښنا میټرونه خلاصول
- د کور د بیمې تړون لاسلیکول.
که تاسې د کور اړوند کومه اداري ستونزه لرئ (یو پیچلی سند، یوه پوښتنه، او نور) نو یو ټولنیز کارمند به تاسو سره د ستونزې په حل کې مرسته وکړي.
هغه کولی شي تاسو ته تشریح کړي چې څه باید وکړئ، له تاسې سره به د سند بشپړولو یا لیکلو کې مرسته وکړي او تاسې به د کاف CAF ادارې سره په اړیکه کې کړي.
مسلکي کارمند کولی شي په مستقیم ډول ستاسو د ټولنیز مالک سره خبرې وکړي (هغه شرکت چې تاسې ته د استوګنې ځای په کرایه درکوي) ترڅو د ستونزې په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړي یا د وضعیت په اړه تشریحات ورکړي.
څنګه یې وکړو ؟
دې بریښنالیک ته (secretariat.ut76@groupe-sos.or) یو ایمیل د لاندې معلوماتو سره واستوئ:
- ستاسې تخلص، نوم، د تلیفون شمیره
- ستاسو حالت
- ستاسې ستونزه یا پوښتنه.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
11 مرسته کونکي فعالیت کوي