Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

په سالم روغتیايي وضعیت کې د پاتي کیدو لپاره مرسته کیدل

د .....................سره ACCESS du Groupe SOS Solidarités

د.........لخوا وړاندیز شوي Groupe SOS Solidarités Normandie ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

د دې لپاره انفرادي یا ګروپي ملاتړ:

- د روغتیا سیسټم درک کول او په اړه یې پوهاوی ترلاسه کول

- د عمومي ډاکټرانو یا متخصصینو سره د لیدنې وخت اخیستل

- سپورت کول او آرام کول

- د روغتیا اړوند اداري پروسیجرونه ترسره کول ( کارت ویتال یا د بیمې کارت، او نور).

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د SOS ګروپ مسلکي کارکوونکي کولای شي په لاندې مواردو کې له تاسې سره مرسته وکړي:

  • ستاسې له شخصي ډاکټر سره اړیکه ټنګه کړي،
  • د روغتیا متخصصینو (ډاکټر، نرس، ارواپوه، د غاښونو ډاکټر، او داسې نور) سره د لیدو یا ملاقات لپاره وخت واخلي،
  • اخیستل شویو ملاقاتونو ته له تاسې سره یو ځای لاړشي،
  • تاسې ته د ډاکټر نسخې، د درملنې پاڼي او روغتیایي اسناد چې تاسې یې ترلاسه کوی تشریح کړئ.

یوګا او په اونۍ کې یو ځل بهر ګرځیدل، ستاسې د ارام او راحت لپاره بهر وتل، چکر وهل او د خلکو سره لیدل.

ورکشاپونه تنظیم کیږي چې:

  • په فرانسه کې د روغتیا پاملرنې سیسټم په اړه پوهای ترلاسه کړئ
  • پوه شئ چې څنګه د روغتیا سند ولولئ او بشپړ کړئ
  • په ښار کې مهم ځایونه وپیژنئ، لکه د (روغتیا بیمه، روغتون، درملتون، روغتیايي کلینکونه، او نور).

څنګه یې وکړو ؟

تاسو کولی شئ د ټولنیز کارمند، د ښاروالۍ کارمند، محلي ماموریت او نور څخه وغواړئ چې د اړیکو فورمه بشپړه کړي او د بریښنالیک له لارې یې کادیا کامارا Kadia Camara ته واستوئ - kadia.camara@groupe-sos.org سره:

- ستاسې تخلص، نوم، د تلیفون شمیره

- ستاسې حالت.

یادونه: یو مسلکي کارمند به بیا تاسو سره اړیکه ونیسي ترڅو تاسو ته د لیدنې وخت وړاندیز وکړي.

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • scoutardایډیټر او کره کتونکی
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • ammar bazzaziد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles