Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره l'association Pleyades

Association Pleyades
د.........لخوا وړاندیز شويAssociation Pleyades

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهسواد زده کونکي, A1

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهپه دقیق ډول 6 میاشت

دا چېرته دی ؟

په خپلو طرزالعملونو او چارو کې مرسته او ملاتړ ترلاسه کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 7 mois

دا څه دي ؟

ایا تاسو په خپل مسلکی، کور یا روغتیایی پروسیجرونو کې ملاتړ او مرستې ته اړتیا لرئ؟ موږ کولی شو تاسې ته د شته امکاناتو او خدماتو په اړه معلومات در کړو، تاسې ته د مرستې او منظمو غونډو وړاندیز وکړو، ترڅو له دې لارې له تاسې سره په فرانسه کې ستاسې په ورځنې ژوند کې مرسته وکړو.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

له تاسې سره به ستاسې په ټولو طرزالعملونو او چارو کې ملاتړ ترسره کیږي:

  • اداري طرزالعملونو او پروسیجرونو کې مرسته : کور ته لاسرسی، ټولنیزو ګټو، حقونو ته لاسرسی، لکه (کاف CAF، ټولنیز امنیت، او نور)، د اسنادو ترلاسه کول (پاسپورټ، د استوګنې اجازه، او نور)
  • خپله مسلکي پروژه تعریفول او رامنځته کول : سي وي CV او د لټون ترسره کول، خپلې تجربې ته وده ورکول، د مرکې لپاره چمتوالی نیول...
مهمه یادونه: زموږ ټیم د ټولنیزو کارمندانو، مسلکي ادغام مشاورینو، ټولنیز - کلتوري تنظیم کوونکو، د هنر معالجانو او ارواپوهانو څخه جوړ شوی، دوی غواړي له تاسې سره ستاسې په ټولو طرزالعملونو او چارو کې ملاتړ او مرسته وکړي.

تاسو کولی شئ په ډله ایزو ورکشاپونو کې برخه واخلئ ترڅو نوي خلکو سره لیدنه وکړئ، ښه وخت ولرئ او نوي شیان زده کړئ:

  • د بیان او خبرو اترو ورکشاپ (په میاشت کې دوه ځله، د ارواپوه په مشرۍ تنظیم کیږي)
  • په ځان د باور ورکشاپ (په میاشت کې دوه ځله، د ارواپوه په مشرۍ تنظیم کیږي)
  • موزایک ورکشاپ (په اونۍ کې دوه ځله)
  • د هنر درملنې ورکشاپ (په اونۍ کې یو ځل، د هنر معالج لخوا رهبري کیږي)

د ټولنیز - مسلکي ملاتړ سربیره، د پلییاد (Pleyades) ټولنه تاسو ته د ارواپوه سره د لیدو فرصت هم برابروي. که تاسې د یو ستونزمن وخت څخه تیریږئ او مشکلات لرئ، او د خپلې مسلکي پروژې په اړه اندیښمن یاست، یا د خپل ځان څرګندولو او خپلو مشکلاتو په اړه خبروکولو لپاره یو ځای ته اړتیا لرئ، هغه کولای شي له تاسې سره په انفرادي ډول خبرو کولو لپاره مرکي تنظیم کړي او تاسې سره وګوري.
لومړۍ ناسته به ددې امکانات برابر کړي چې ستاسې د وضعیت ارزونه ترسره شي. ارواپوه به بیا تاسې ته ستاسې د اړتیاو سره سم د رواني ملاتړ یا نورو مناسبو ادارو ته د معرفی کیدو او لارښونې وړاندیز وکړي.

څنګه یې وکړو ؟

موږ سره اړیکه ونیسئ!

  • د تلیفون له لارې: 0238250479
  • د بریښنالیک له لارې: pleyades@wanadoo.fr

د ټیم یو ټولنیز کارکونکی به ستاسو غوښتنه واوري او ستاسو د وضعیت ارزولو لپاره به تاسو ته د یوې لومړنۍ مرکې وړاندېز وکړي.

تاسې همدارنګه کولی شئ له موږ سره په مستقیم توګه په لاندې پته وګورئ:

2 rue Bossuet 45100 - Orleans-la-Source

زموږ ټولنه یا اسوسیشن هر هغه چا ته چې زموږ ودانیو یا دفترونو ته راځي پرته له کوم قید او شرط څخه د هرکلي کولو تضمین کوي.

مهمه یادونه: کاري وختونه: موږ دوشنبه د ماسپښین له 1:30 بجو څخه تر 5:00 بجو پورې، سه شنبه، چهارشنبه او پنجشنبه د سهار له 9:00 څخه تر 12:30 پورې او د ماسپښین له 1:30 څخه تر 5:00 بجو پورې. جمعه د سهار له 9:00 بجو څخه تر 12:00 بجو پورې کار کوو.
د پاڼې سر

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

marianne georgesmarianne georgesاډمین
a mugniera mugnierاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
ammar bazzaziammar bazzaziد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
pleyadespleyadesایډیټر او کره کتونکی
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
yoan pouzetyoan pouzetد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه