Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

رواني مرسته او د لیدونو له لارې له ارواپوهانو سره خبرې اترې کول

د .....................سره IntégraPsy

د.........لخوا وړاندیز شوي Intégrapsy ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

دا د مسلکیانو یوه ډله ده چې د لیدونو له لارې له خلکو سره خبرې اترې کوي او رواني ملاتړ وړاندیز کوي، په ځانګړې توګه هغو خلکو ته چې ورته اړتیا لري.

ټیم د ارواپوهانو، مسلکي ادغام مشاورینو او د ادغام استازو څخه جوړ شوی چې ستاسو په ژبه خبرې کوي.

یادونه: د IntegraPsy ټیم مستقیم د استوګنې مرکزونو، کورونو او نورو ځایونو ته ورځي.
د دې رواني مرستې څخه د ګټې اخیستنې لپاره، تاسې باید یو بالغ، یو پناه غوښتونکی یا په فرانسه کې د 5 کلونو څخه کمې مودې څخه کډوال شوې یاست.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د خپلو ستونزو په اړه د خبرو کولو توان او فرصت لرل، ستاسې خبرو او مشکلات اوریدل کیږي او انفرادي مشوره درکول کیږي.
  • د څو کسانو تر منځ په خبرو اترو او ملاتړ ګروپونو کې برخه واخلئ.
مهمه یادونه: ملاتړ لنډمهاله دی او نورو روغتیایی جوړښتونو ته د اړتیاو پراساس د راجع کولو امکانات هم شتون لري، لکه (رواني طبي مرکز، روغتون).

د مسلکیانو سیار ټیم په مستقیمه توګه د هرکلي لاندې ځایونو ته ورځي:

  • د پناه غوښتونکو لپاره د استوګنې مرکزونه (CADA)
  • د بیړني استوګنې مرکزونه (CHU) او د ټولنیز بیا یوځای کیدو مرکزونه (CHRS)
  • د پناه غوښتونکو لپاره بیړنی استوګنځی (HUDA)
  • د لنډمهاله استوګنې مرکزونه (CPH)
  • د ځوانو کارګرانو استوګنځایونه...

د IntegraPsy ملاتړ د یادو هرکلي او استوګنې مرکزونو له لخوا وړاندیز شويو څخه پرته یوه اضافي مرسته ده.

د ادغام سفیران یا استازي د IntegraPsy مسلکي کسانو سره یوځای کار کوي او په بهرنیو ژبو خبرې کوي، د بیلګې په توګه پښتو، دري، اورومو او داسې نور.


دوی کولی شي ستاسې په مورنۍ ژبه پوه شي او خبرې وکړي، ترڅو له تاسې سره د هغه څه په ژباړلو کې مرسته وکړي چې تاسو یې ارواپوهه یا سایکالوجیست ته ویل غواړئ.

څنګه یې وکړو ؟

د IntegraPsy څخه د مرستې ترلاسه کولو لپاره، تاسې باید لومړی د خپل ټولنیز کارکونکي (ټولنیز کارمند، محلي ماموریت، او نور) سره خبرې وکړئ او ورته ووایاست چې تاسې وړاندیز شوي رواني مرستې ته اړتیا لرئ.


بیا تاسو باید د مرستې غوښتنې فورمه یوځای ډکه کړئ چې اړوند دفتر ته د PDF بڼه کې د بریښنالیک له لارې ولیږل شي:

که تاسو په بهرنۍ ژبه خبرې کوئ او غواړئ د نورو خلکو سره مرسته وکړئ، تاسې کولی شئ د ادغام سفیر یا استازۍ شئ او د IntégraPsy ټیم برخه وګرځئ.

تاسې به د استوګنې مرکزونو ته ځئ، ترڅو د پناه غوښتونکو او مهاجرو خبرې اترې وژباړئ.

د دې لپاره تاسې باید د بریښنالیک له لارې خپله سي وي CV او پوښښ یا انګیزه لیک لاندې ایمیل ته واستوئ: integrapsy@vieactive.asso.fr

  • هغه ژبې چې تاسې پرې تسلط لرئ، پوهیږئ او کچه
  • هغه سیمه یا سیکتور چې تاسې غواړئ کار پکې وکړئ.

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • ammar bazzaziد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • intégrapsyایډیټر او کره کتونکی
  • rzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • marissaد صفحي پورته برخه
  • yoan pouzetد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه

Liens utiles