Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.
برنامهاستوګنځایle Dispositif Insertion Réfugiés (DIR) (60 - Oise)

لنډمهاله استوګنځی ومومئ او خپلواک شئ

د .....................سره le Dispositif Insertion Réfugiés (DIR)

Coalliaد.........لخوا وړاندیز شوي Coallia ...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 2 ans

دا ستاسو د اړتیا سره سم ستاسو د کورنۍ جوړښت او د هراړخیز ټولنیز ملاتړ سره سم د فرعي کرایه دار په توګه لنډمهاله استوګنځي ته لاسرسی چمتو کوي.

د کرايي یا اجار قرارداد موده 6 میاشتې ده چې په هرو 6 میاشتو کې د نوي کیدو وړده. کوم استوګنځای یا کور چې کرایه کړای شي، نوموړی کور به د هغه چا لپاره دایمي استوګنځي شي چې هلته به اوسیږي.

مهمه یادونه: په یاده برنامه کې د شاملیدو لپاره دا اړینه ده چې کافي سرچینې ولرئ (د بیلګې په توګه: دنده درلودل، د ثابت عاید درلودل، او نور).

دا ولي په زړه پورې دي ؟

تاسو کولی شئ لاندې ډول کور ته لاسرسی ومومئ:

  • په بشپړ ډول خپلواکه شخصي استوګنځی
  • چمتو او په وسایلو سمبال شوي استوګنځي چې د کاف له لورې په کرایه کې د مرستې له حق سره (APL) (د سرچینو شرایطو سره سم).
یادونه: اپارتمانونه د اواز Oise سیمې په اساسي ښارونو کې موقعیت لري.

تاسې باید د کرایې قرارداد لاسلیک کولو وروسته سمدستي د یوې میاشتې کرایې په اندازه د تضمین یا ګرنټي پیشکي پیسې ورکړئ.

کرایه به ستاسو د APL حقونو (د کاف CAF له لورې د کور په کرایه کې شخصي مرستې) پر بنسټ محاسبه شي.

یادونه: موږ ستاسو سره ستاسې په کور کې د میټرونو په خلاصولو کې مرسته کوو. تاسو اړتیا لرئ چې پوه شئ چې څنګه د خپلې انرژي مصرف اداره کړئ او خپل بیلونه تادیه کړئ.

یو ټولنیز کارکونکی په سایټ یا مرکز کې شتون لري او ستاسو د اړتیاو او ستاسې پروژې سره سم ستاسې په طرزالعملونو او چارو کې ملاتړ کوي:

  • کار/روزنه
  • کورنۍ چاري (د ماشومانو ښوونځي، د مور او پلار په توګه مسؤولیتونه)
  • د بودیجې او انرژي مصارفو مدیریت
  • د کور ساتنه کې مرسته
  • روغتیا
  • د خپلواک استوګنځي یا کور لټون.

څنګه یې وکړو ؟

تاسو کولی شئ 115 ته زنګ ووهئ یا یو ټولنیز کارکونکي سره اړیکه ونیسئ چې ستاسې سره مرسته او ملاتړ کوي (CHRS, CCAS, CAF, etc.) او له دې برنامې څخه د ګټې اخیستو غوښتنه وکړئ.

که چیرې تاسې شرایط پوره کړئ، نو بیا به تاسې د کوالیا 60 د (Service Insertion Logement (SIL)) خدماتو څانګي سره په اړیکه کې کړای شئ.

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

xavidumxavidumاډمین
aurélie drobecqaurélie drobecqایډیټر او کره کتونکی
ghannam laspresesghannam laspresesد صفحي پورته برخه
diplosamdiplosamد صفحي پورته برخه
mohamedsayedx81@gmail.commohamedsayedx81@gmail.comد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
rzgar-bapirirzgar-bapiriد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه

Liens utiles