Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Oise Actions Jeunes

Coallia
د.........لخوا وړاندیز شويCoallia

په نښه شوي خلک

خلکفرانسوي اتباع, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهA2, B1, B2, C1, C2, A1
ځانګړي خلکځوانان

قیمت

د 80€ او 300€ هره میاشت تر منځ

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
بانکي حساب لرل

دا چېرته دی ؟

د استوګنې ځای ته لاس رسی او ملاتړ کیدل

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 3 mois

دا څه دي ؟

د کولیا ټولنه د اواز Oise په سیمه کې شته د 18 څخه تر 30 کلونو پورې ځوانانو ته د استوګنې او ملاتړ وړاندیز کوي. څانګې د اواز Oise سیمې یا ډیپارټمنټ په اصلي ښارونو کې موقعیت لري، لکه (Beauvais, Compiègne, Creil, Montataire, Noyon).

مهمه یادونه: د Oise Action Jeunes برنامه د ټولنیز او مسلکي ادغام په پروسه کې د ځوانو مجردانو یا جوړه کسانو (پرته له ماشومانو) لپاره ده چې سرچینې ولري یا ونه لري.
دا اړینه ده چې د استوګنې معتبر جواز (تتخ د سیجور) ولرئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

  • د شته امکاناتو سره سم به تاسې یو اطاق په یوه ډله ایز او ګډ ځای یا په یو تجهیز شوي او شریک اپارتمان کې ترلاسه کړئ،
  • د سرچینو په پام کې نیولو پرته د 80 یورو تابتې او ټاکلي اندازي پیسې ورکول.
یادونه: د استوګنې ځای د انفرادي پروژې او د ژمنو سره سم په پام کې نیولو سره نوی او تمدید کیدی شي.
  • په بشپړ ډول مجهز او وسایلو سمبال استوګنځای
  • د استوګنې پورې اړوند اضافي لګښتونه نشته. هر څه په یاد قیمت (80 یورو) کې شامل دي.
  • د تفریح او معلوماتو ځای او ډیجیټل وسیلو ته لامحدود لاسرسی (تجهیزات او انټرنیټ خدمات).

یو ټولنیز کارمند په یاد بنسټ کې شتون لري او ستاسو د اړتیاو او ستاسو پروژې سره سم به ستاسې په طرزالعملونو او چارو کې ملاتړ کوي:

  • حقوقو ته لاس رسی
  • روغتیا
  • حرفوي ادغام
  • د کور ساتنه کې مرسته
  • ستاسو د بودیجې اداره کول ...

څنګه یې وکړو ؟

115 ته زنګ ووهئ (وړیا شمیره چې 24 ساعته د لاس رسي وړه ده) او هغوی ته په مشخصه توګه ووایاست چې تاسې غواړئ د اواز اکسیون جون Oise Actions Jeunes مرکز سره د ملاقات وخت وټاکئ او د خپلې خوښي مطلوب جغرافیایی ساحه په ګوته کړئ.

د ټولنیزو کارمندانو لخوا ستاسو د وضعیت تحلیل او څیړنې ورسته، تاسې باید په برنامه کې د ګډون کولو لپاره خپله لیوالتیا تایید کړئ او ستاسې دوسیه به بیا اړوند کمیسیون ته وسپارل شي.

که کمیسیون ستاسې غوښتنلیک تایید کړي، نو له تاسې سره به اړیکه ونیول شئ، کله چې په ټاکل شوي ځای کې استوګنځای وموندل شي، ترڅو تاسې وکولای شئ هلته ځای په ځای شئ.

د پاڼې سر

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

xavidumxavidumاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
a mugniera mugnierاډمین
aurélie drobecqaurélie drobecqد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
ammar bazzaziammar bazzaziد صفحي پورته برخه
oleksandrgryniukoleksandrgryniukد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه