Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره PICSI (Parcours d’Insertion par les Compétences Sociales et Interculturelles)

Association Philia
د.........لخوا وړاندیز شويAssociation Philia

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهA2

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهتقریبا 8 اونۍ
د ګډون کچهپه دقیق ډول 35 ساعتونه هره اونۍ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه, جمعه

شرایط

CIR یې لاسلیک کړی او د اوفي کورسونه یې بشپړ کړې وي
د کارموندني مرکز France Travail کې یې نوم لیکنه کړې وي

د ساختمانی په برخه کې روزنه او کار کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 7 mois

دا څه دي ؟

د ساختمانی په برخه کې روزنه د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکو یا کډوالو سره د ملاتړ په موخه هغوی ته د کار موندنې او مسلکي ادغام فرصتونه برابرول دي.

موخې :

  • د ساختماني په برخه کې د مسلکي راتلونکي یا کاري فرصت برابرول
  • د زده کړې نوي میتودونه پیژندل او زده کول
  • د مسلکي ادغام لپاره اړین مهارتونه لاسته راوړل
  • د زده کړې او عامه کارونو قرارداد لاسلیک کولو له لارې د ساختمانی په برخه کې بېلا بېلو کسبونو ته لاس رسی، لکه ( کاریګر یا ماسون / رنګمالي / پلمبر یا نلدوان / کاشي کار / ویلډر) او همدارنګه (سلمان یا ویښته جوړونکی / ایتانشور / د ریل ګادي پاټلی جوړونکی او نور).

موږ د شخص د پروژې او وضعیت سره سم برنامي وړاندیز کوو: مسلکي سرلیک ، POEC (د ډله ایزې دندې لپاره عملیاتي چمتووالی) ، CAP (د مسلکي وړتیاسرټفکیټ) ...


په دې پروګرام کې د ګډون لپاره ، تاسو باید:

  • د نړیوال خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکی وي یا د کډوال حیثت ولری
  • په فرانسوي کې د A2 کچه ولری
  • د جمهوريت د ادغام تړون (CIR) لاسلیک کړی وي
  • د ایغیسا RSA ګټه اخیستونکی اوسئ یا د کار غوښتونکي اوسئ او د کارموندني مرکز(Pôle Emploi) سره راجستر شوي یاست
  • "ترجیح" یا بهتره خبره داده چې د یو ټولنیز کارکونکي لخوا را معرفي شوي یاست او تعقیب کیږئ.
مهمه یادونه: تاسو د حرفوي زده کړو ترسره کولو په مقابل کې مالي مرسته ترلاسه کوئ.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

په روزنه کې د ګډون او شمولیت څخه دمخه به له تاسې څخه د فرانسوي ژبې ازموینه واخیستل شي.

تاسو کولی شئ د FLE (فرانسوي د یوې بهرنۍ ژبې په توګه) کورسونه ترسره کړئ، چې :

  • مسلکي لغتونه زده کړئ
  • د کار په حالت کې د خبرو اترو وړتیا ترلاسه کړئ (د لارښوونو تعقیب او درناوی، د روغتیا او خوندیتوب مقررات، د کاري چاپیریال اخلاقو پوهیدل او نور).
یادونه: تاسو کولی شئ په ډله ایزو ورکشاپونو کې برخه واخلئ ترڅو د نوي خلکو سره لیدنه وکړئ، او خپل ځان باور ته وده ورکړئ: تیاتر، سندرې ویل، د ستونزو لیکل، او داسې نور.
  • د جمهوریت او فرانسوي کلتور ارزښتونه زده کول (سیکولریزم، تابعیت)
  • په اداري او مقننه چاپیریال پیژندل.
  • د سي وي CV جوړول او د پوښښ یا انګیزه لیک لیکلو زده کول
  • مسلکي عکس اخیستل او مسلکي ویډیو جوړول
  • د ډیجیټل ټکنالوژۍ یا انټرنیټ کارول زده کول یا پرمختګ: د ایمیل بکس جوړول، د روزنې موندلو لټون، په آنلاین توګه یو پروسیجیر ترسره کول او داسې نور.
  • د شرکت په اړه خپلې پوهې ته وده ورکړئ: د ټولنیزو کوډونو زده کړه، د روغتیا او خوندیتوب قواعد او نور.
  • پدې پوهیدل چې څنګه په کاري چاپیریال کې ځان بلد او مدغم کړئ: د کاري چاپیریال اخلاقو زده کړئ، حقونه او ورځني ژوند اصولو ته درناوی،
  • د ساختماني شرکتونو څخه لیدنه او د کاري ساحي سره اشنا کیدل.

موږ تاسو ته مشوره درکوو چې څنګه خپل حالت (رویه، تخنیکي او د ژغورنې اشارې، او نور) سره سمون ومومي او د کار ځای کې سم چلند ولرئ.

  • خپله راتلونکې پروژه د خپلې هڅونې، احتمالي ستونزو او شخصیت په اساس تعریف کړئ او پدې اړه مرسته او ملاتړ ولرئ.
  • ستاسو لپاره د ترټولو غوره برنامي په لور لارښونه او تعقیب کیدل.

څنګه یې وکړو ؟

د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مهرباني وکړئ آغلې سارا ویروټ (Madame Sarah VIROT) ته په 07 49 92 49 01 زنګ ووهئ یا insertion-pro@philia-asso.org ته یو پیغام واستوئ ترڅو د راتلونکو غونډو نیټې ومومئ.

دا روزنه د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له 9:30 بجو څخه تر 12:30 بجو پورې او د ماسپښین له 2 بجو څخه تر 4:30 بجو پورې ترسره کیږي. دا په پاریس 19 مه او د ایل دی فرانس (78, 94) کې زموږ په دفترو کې ترسره کیږي.

راتلونکې غونډې

د جولای له 24 څخه تر سپتمبر 15، 2023 پورې په ویلجویف Villejuif (94) کې او د اکتوبر څخه تر نومبر پورې به (نیټې او ځای په اړه معلومات نږدې راتلونکي کي).

تاسو کولی شئ له خپل ټولنیز کارکونکي یا کوم بل سازمان څخه چې د مهاجرینو ملاتړ کوي د اړیکې فورمه ډکولو په اړه غوښتنه وکړئ او لاندې بریښنالیک ته یې واستوئ:

insertion-pro@philia-asso.org

د پاڼې سر
په همکاري د

12 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
xavidumxavidumاډمین
sarah virotsarah virotایډیټر او کره کتونکی
ammar bazzaziammar bazzaziد صفحي پورته برخه
elinakhnelinakhnد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه