مهم معلومات
د .....................سره DU Passerelle (niveau A2 vers B1) / Université Paris Dauphine - PSL
په نښه شوي خلک
قیمت
د پاریس (۱۶) پوهنتون کې فرانسوي زده کړه
دا څه دي ؟
د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیریل (Passerelle) پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، کډوالو او اپرتاید ( بې تابعیته) اشخاصو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره غوره فرانسوي ژبه زده کړئ.
دا روزنه لاندې موارد وړاندیز کوي:
- فرانسوي کورسونه
- فعالیتونه (تفریحي سفرونه، مختلف ورکشاپونه)
- په فرانسه کې ستاسو د اکادمیک او مسلکي پروژې جوړولو کې ملاتړ ...
په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه د پاریس داوفین په پوهنتون کې روزنه وړاندې کوي - PSL (Université Paris Dauphine - PSL).
د DU Passerelle په اړه د نورو معلوماتو لپاره: د Refugees.info فایل وګورئ
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د پاریس داوفین پوهنتون پاسیرل (PSL DU Passerelle) پروګرام کې د فرانسوي ژبې زده کړې 240 درسې ساعتونه شتون لري. تاسو به په اونۍ کې 10 ساعته درسونه ولرئ، د دوشنبې څخه تر چهارشنبې پورې.
تاسو به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ. په ځانګړې توګه، تاسو به د هر سمستر په پای کې د ټي سي ایف TCF ازموینه ترسره کړئ (یو ځل په دسمبر کې، یو ځل د مارچ په پای کې). موخه دا ده چې د روزنې په پای کې د B1 کچه تایید کړي.
د روزنې په جریان کې به تاسو په فرانسه کې د پوهنتون په اړه معلومات ومومئ: په فرانسه کې د زده کونکی په حیث ژوند کول څه معنی لري، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د کورسونو په جریان کې د نوټونو اخیستل زده کول او د کورسونو څخه بهر مطالعه کول، پریزنټشنونه وړاندې کول او امتحانونو ته تیاری نیول...
ستاسو د زده کړې پروژې جوړول وخت او ژمنتیا ته اړتیا لري.
د روزنې په جریان کې، د DU ټیم غړی او د پوهنتون یو زده کونکی په انفرادي ډول د هر زده کونکي سره د هغه د اکادمیک او مسلکي پروژې په رامینځته کولو کې مرسته او ملاتړ کوي. ورسته به د ملاتړ ډول د کال په اوږدو کې د زده کونکي پرمختګ پورې اړه ولري:
- هغه زده کونکي چې د کال په پای کې د B1 کچه ترلاسه کړي، هغوی کولی شي چې د لوړې کچې پاسیریل روزنې (هدف B2) لپاره په خپلو غوښتنلیکونو کې ملاتړ ترلاسه کړي.
- هغه زده کونکي چې د کال په پای کې د B1 کچه نه وې ترلاسه کړي، هغوی ته به بلنه ورکړل شي چې د پاسیریل روزنې کورسونو لپاره په ورته کچه کې د شاملیدو غوښتنه وکړي، کومه چې دوی بشپړ کړي وي.
د عمومي کچې او د زده کونکو هیلو پورې اړه لري، د ډله ایزې لارښوونې ورکشاپونه کولای شي انفرادي تعقیب بشپړ کړي، لکه (په فرانسه کې د لوړو زده کړو معرفي کول، د مختلفو غوښتنلیک پلیټ فارمونو سره آشنا کول، سي وي CV او د پوښښ یا انګیزه لیک ورکشاپونه، او نور)
تاسو به د روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:
- کلتوري سفرونه او فعالیتونه
- د پوهنتون د میتودولوژۍ په اړه ابتدايي ورکشاپ
- د تياتر ورکشاپ
- د لیکلو او خبرو اترو ورکشاپونه
- د پوهنتون کتابتون سرچینو او د PSL سپورت خدماتو ته وړیا لاسرسی
څنګه یې وکړو ؟
- د نوم لیکنې لپاره کړنلاره: د دې پاڼې له لارې د لاسرسي وړ فورمه په لاندې نیټو کې ډکه کړئ.
- د غوښتنلیک یا نوم لیکنې نیټه: د جون له 2 راهیسې د 2024-2025 کال لپاره تړل شوې. د 2025-2026 کال نیټې به د 2025 په پیل کې خپرې شي.
- د بریښنالیک اړیکه: exil@dauphine.psl.eu
د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسې دوسیه یا فایل ومنل شي، تاسو به د فرانسوي ژبې ازموینې ترسره کولو لپاره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ. که تاسو د فرانسوي ازموینې وروسته غوره شوی، نو تاسو به د داخلي مرکې لپاره بلنه ترلاسه کړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي