مهم معلومات
د .....................سره Pré-Formation Weavers pour personnes exilé.e.s
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
په ګرینوبل کې روزنه ترسره کړئ او دنده ومومئ
دا څه دي ؟
د جلاوطنو خلکو لپاره د مخکینۍ روزنې د یوې برخې په توګه، زده کونکي د مرستې څخه ګټه پورته کوي ترڅو دوی د مایکرو الیکترونیک صنعت سکتور کې کارموندنې ته لاسرسی ومومي.
د روزنې دا دوره د 15 اونیو د لومړۍ روزنې فعالیت سره پیل کیږي چې د ویور (Weavers) لخوا رامینځته شوی او په شرکت کې د 3 اونیو ستاج سره. دا د 6 میاشتو بشپړ وخت ټاکل شوي وخت قرارداد (CDD) سره دوام پیدا کوي.
30bis Av. Marcelin Berthelot, 38100 Grenoble
- په اونۍ کې 5 ورځې روزنه: دوشنبه تر جمعې، د سهار له 9 بجو څخه تر 12:30 پورې او د ماسپښین 1:30 څخه د مازدیګر تر 5 بجو پورې، په هره اونۍ کې د یوې نیمې ورځې رخصتۍ سره.
موخې:
- ستاسو د شفاهي او لیکلي فرانسوي کچه پیاوړې کول،
- د خپلو انساني مهارتونو د پراختیا لپاره خپل ځان ښه پیژندل او خپله لاره موندل،
- د عمل ځواک ته وده ورکول
- خپل کاري وړتیا ته وده ورکول او په ورځني او مسلکي ژوند کې خپله خپلواکي پیاوړۍ کول،
- د مایکرو الیکترونیک صنعت نړۍ درک کول
- د ډیجیټل ټیکنالوژۍ کارولو کې خپلواک کیدل.
بشپړ پروګرام دلتهموندلای شئ.
❖ لږترلږه 18 کال لرل،
❖ د A1 اټکل شوي د فرانسوي ژبې کچه لرل ( شفاهي او لیکلي)
❖ په اونۍ کې 5 ورځې او 30 ساعته د زده کړې لپاره شتون لرل،
❖ د زده کړې لږترلږه کچې ته اړتیا نشته،
❖ د اقامت د اعتبار وړ جواز (یا ریسپسي) لرل چې د کار کولو اجازه ورکوي
دا ولي په زړه پورې دي ؟
❖ د روزنې لپاره وقف شوي حال کې د زده کونکو استقبال
❖ د ډله ایزو تحرکاتو او تجربو پر بنسټ ښوونیز چلند
❖ د اهدافو له مخې تدریس: شخصي او توپیر لرونکی روزنه
❖ د فرانسوي زده کړې لپاره د فریلو FRELLO پلیټ فارم ته لاسرسی
❖ د ملاتړ اسنادو آنلاین چمتو کول
❖ مختلف مسلکي مداخلې
❖ د لپ ټاپ برابرول او لاس رسی
❖ د حاضرۍ پاڼې
د ویور (Weavers) د 15 اونیو لومړۍ روزنې او په شرکت کې د 3 اونیو انٹرنشپ وروسته، د 6 میاشتو بشپړ وخت ټاکل شوي قرارداد سره د کار کولو امکان.
د روزنې لومړۍ برنامه د بهرنۍ ژبې په توګه د فرانسوي ژبې په توګه د مسلکي فرانسوي زده کړې له لارې د مایکرو الیکټرونیک صنعت کې د دندې تخنیکي اړخونه پژندل، ډیجیټل ټکنالوجۍ ابتدایي زده کړه، د بېلا بېلو مهارتونو (نرم مهارتونو) پیاوړي کول او د کار وړتیا ترلاسه کول په یو داسي سکټور کې د دندې ترسره کولو لپاره چې د کار فرصوتونه پکې شتون لري.
څنګه یې وکړو ؟
- د آنلاینفورمې له لارې نوم لیکنه کول،
- که تاسو اضافي معلوماتو ته اړتیا لرئ، د جیرالدین شال Géraldine Challe سره اړیکه ونیسئ - geraldine@weaversfrance.org - 0675324709
- د معلولیت په صورت کې، مهرباني وکړئ زموږ د معیوبو کسانو استازي ګوینایل بوردو Gwenaëlle Bourdaud سره په gwenaelle@weaversfrance.org یا په 0426184765 اړیکه ونیسئ ترڅو خپلې اړتیاوې وپیژنئ او د روزنې تطبیق وګورئ یا د اړتیا په صورت کې تاسو ته لارښوونې وکړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
13 مرسته کونکي فعالیت کوي