Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره DU Passerelle étudiants en exil / Le Mans Université

Maison des Langues Le Mans Université
د.........لخوا وړاندیز شويMaison des Langues Le Mans Université

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهA1, A2, B1, B2, C1

قیمت

وړيا

دا چېرته دی ؟

د مانس په پوهنتون کې فرانسوي زده کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 10 mois

دا څه دي ؟

د پوهنتون ډیپلوم پاسیرل (DU) Passerelle پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، کډوال او بې تابعیته اشخاصو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره غوره فرانسوي ژبه زده کړي.

دا روزنه چې په جلاوطنۍ کې زده کونکي دیو پاسیریل (DUP) برنامي په نوم یادیږي لاندې موضوعات وړاندیز کوي:

  • فرانسوي کورسونه،
  • فعالیتونه،
  • په فرانسه کې ستاسو د اکادمیک او مسلکي پروژې جوړولو لپاره ملاتړ ...
مهمه یادونه: روزنه 2 سمسترونه (9 میاشتې) دوام کوي، د سپتمبر څخه تر جنوري او بیا د جنوري څخه تر می پورې.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا معلوماتي پاڼه د مانس په پوهنتون کې د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

د DU Passerelle په اړه د نورو معلوماتو لپاره: د Refugees.info فایل وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د مانس پوهنتون د ه جلاوطنۍ کې زده کونکي دیو پاسیریل (DU Passerelle Étudiants en Exil) برنامه کې د فرانسوي زده کړې 250 درسي ساعته شتون لري.

یوه کچه په یوه سمستر کې چمتو او تایید یا تصدیق کیږي (هره کچه 14 اونۍ کې ترسره کیږي).

تاسو به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ.
د B2 یا C1 په کچه د DUP ترلاسه کول او د غوره شوي زده کړې یا رشتې اړوند جیوري لخوا د داخلې تایید زده کونکي ته اجازه ورکوي چې په مستقیم ډول په پوهنتون کې زده کړې ترسره کړي، پرته لدې چې په فرانسوي ژبه کې رسمي سند ترسره کړي.

دا هم ممکنه ده چې د روزنې په پای کې DELF/TCF ترسره کړئ.

مهمه یادونه: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو کولی شئ هره میاشت مالي مرستې (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس بورسونه) او د روزنې لپاره استوګنځای ترلاسه کړئ.

د روزنې په جریان کې، تاسو به په فرانسه کې د پوهنتون په اړه معلومات ومومئ: په فرانسه کې زده کونکۍ څه معنی او څنګه زده کړې ترسره کوي، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د کورسونو په جریان کې د نوټونو اخیستل زده کول او د کورسونو څخه بهر مطالعه کول، پریزنټشنونه وړاندې کول او امتحانونو ته تیاری نیول...

  • د پوهنتون د بل زده کونکي یا کارمند سره ملګرتیا
  • د Maison des Langues د سرچینو مرکز ته لاسرسی.

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې، مسلکي کسان د هر زده کونکي سره په انفرادي توګه د امکاناتو سره سم، د اکادمیک او مسلکي پروژې په اړه مرسته او همکاري کوي.

مسلکیان ستاسو سره ستاسو د سي وي CV او پوښښ یا انګیزه لیکونو په لیکلو کې هم مرسته کوي، او په هغو کورسونو کې چې تاسو ورسره علاقه لری د نوم لیکنې او راجستریشن په پروسه کې مرسته کوي.

دا روزنه لاندې موضوعات هم وړاندیز کوي:

  • اجتماعي ورکشاپونه،
  • انٹرنشپونه یا ستاجونه
  • اداري ملاتړ
  • په Maison des Langues کې وړیا تمرین کورسونو ته وړیا لاسرسی ترڅو د فرانسوي ژبې پرته د نورو ژبو په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ یا ومومئ...

تاسو به د روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:

  • کلتوري لیدنې، نندارتونونه، لیدنې
  • نندارتونونو ته وړیا ټکټونه
  • د لیکلو لوبې،
  • دفراغت لمانځغونډه...

څنګه یې وکړو ؟

د نوم لیکنې یا راجستر کولو طریقه: د پوهنتون ویب پاڼې ته لاړ شئ ترڅو معلومه کړئ چې څنګه نوم لیکنه او راجستریشن ترسره کړئ (په "داخله" باندې کلیک وکړئ، بیا "د پوهنتون غوښتنلیک فورمه" باندې کلیک وکړئ).

د غوښتنلیک نیټې (په عمومي توګه میاشتې): د می څخه تر سپتمبر پورې

د بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ: dup-ml@univ-lemans.fr یا د تلیفون له لارې: 0244022445

د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسو فایل یا دوسیه ومنل شي، تاسو به د مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

د پاڼې سر
په همکاري د

11 مرسته کونکي فعالیت کوي

claudia mclaudia mاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
niknameniknameد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
utilisateur_14587093utilisateur_14587093ایډیټر او کره کتونکی
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
ana vanhoutvenneana vanhoutvenneایډیټر او کره کتونکی
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
darlapmdarlapmد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه