Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره Association Du Pain et des Roses

Du pain et des Roses
د.........لخوا وړاندیز شويDu pain et des Roses

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان
د فرانسوي ژبې کچهB1
ځانګړي خلکښځې, جنډراقلیتونه

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهد 3 او 4 میاشت ترمنځ

د ګلانو خرڅونکي همکار کیدو لپاره روزنه ترسره کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي 8 місяців тому

دا څه دي ؟

زموږ روزنه د ښځو یا جنډر اقلیت کې خلکو لپاره ده او هدف یې د مسلکي وړتیا سند (CQP) د ګلونو خرڅونکي (فلوریسټ) همکار یا معاون ترلاسه کول دي.

پدې روزنه کې د نظري کورسونو برخه شامله ده (د نباتاتو زده کړه، دوامدار ګل، د ګلانو خرڅونکي کسب زده کړه) او د عملي کورسونو برخه (د ګلانو جوړښت، ډله ایز ورکشاپونه). دا مسلکي ملاتړ له تاسو سره (ستاسو د CV جوړول، ستاسو پورټ فولیو جوړول، د مرکو لپاره چمتو کول) کې مرسته هم کوي.

مهمه یادونه: د 3 اونیو درسونو سیشنونه بیا د ستاج یا عملي کار 1 اونۍ د روزنې په ټوله موده کې ترسره کیږي. دا روزنه د 3 اونیو ستاج او 1 اونۍ ازموینې سره پای ته رسیږي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د روزنې په پای کې به تاسو وکولی شئ په اسانۍ سره ډیری بوټي وپیژنئ، پدې به پوه شئ چې څنګه د ګلونو ګلدانونه چمتو کړئ او ترکیب کړئ، د پیرودونکي سره یوځای کیدل او داسې نور.

تاسو به د روزنې په جریان کې او وروسته ستاسو د مسلکي ادغام لپاره او په ځانګړي توګه ستاسو د دندې لټون کې ملاتړ او مرسته ترلاسه کړئ.

روزنه په کوچنیو ډلو کې ترسره کیږي. دا د پاملرنې ځای او ښه چاپیریال رامینځته کوي، چیرې چې تاسو کولی شئ د نوي مهارتونو رامینځته کولو پرمهال په خپلو وړتیاو باور بیرته ترلاسه کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

په روزنه کې د ګډون لپاره، تاسو باید:

  • په مسلکي ادغام کې له ستونزو سره مخ یاست
  • د ټولنیز کارکونکي لخوا تعقیب او مرسرته کیږئ
  • د کار موندنې مرکز Pôle Emploi سره راجستر شوي یاست او د کار غوښتونکي اوسئ
  • په نسبي ډول ښه فزیکي حالت کې اوسئ: د ګلانو دنده په عمده توګه په ولاړه ترسره کیږي او ځینې وختونه درانه بارونه (د ګلدانونو او د اوبو سطلونو) وړل شامل دي.

دو پن او دی روز ( Du Pain & des Roses) په خپل ځایونو یا مرکزنو کې ټولیز معلومات تنظیموي. دوی د هر هغه چا لپاره خلاص دي چې د روزنې سره علاقه لري او په معیارونو پوره وي.

د عمومي معلوماتو غوڼدو لپاره راتلونکي نیټې په لاندې ډول دي:

د 2023 کال د سپتمبر 7 مه نیټه

د 2023 کال د سپتمبر 13 مه نیټه

د 2023 کال د سپتمبر 21 مه نیټه

د 2023 کال د سپتمبر 26 مه نیټه

د 2023 کال د اکتوبر 5 مه نیټه

د 2023 کال د اکتوبر 12 مه نیټه

په ډلیز یا عمومي معلوماتو غونډو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه لازمي ده!

مهمه یادونه: په ډله ایزو معلوماتو کې دا موضوعات شامل دي: د ګلدستې جوړښت پیژندنه، زموږ د مسلکي روزنې په اړه پریزنټشن او په روزنه کې د ګډون مرکه. نو په یاد ولرئ چې د خپلې سي وي CV سره راشئ!

د ګډون لپاره، تاسو باید د نوم لیکنې فورمه ډکه کړئ:

د ثبتولو فورمه

د نورو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ بروشر ډاونلوډ کړئ:

د روزنې بروشر

د پاڼې سر

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

xavidumxavidumاډمین
margotgltmargotgltاډمین
houssam kokachhoussam kokachاډمین
niknameniknameد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
mariamariaد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
hadudmak19hadudmak19د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
du pain et des rosesdu pain et des rosesایډیټر او کره کتونکی
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
mgomgoد صفحي پورته برخه