مهم معلومات
د .....................سره Centre de formation PRISME
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
"HORIZON PRO" فرانسوي زده کړئ او په خپله مسلکي پروژه کار وکړئ
دا څه دي ؟
دا روزنه د هغو خلکو لپاره ده چې په خپل اصلي هیواد کې یې لږ یا هیڅ زده کړې نوې کړي (د دریو کلنو څخه کمې زده کړې کړې وي) او څوک چې غواړي په فرانسه کې د کار کولو په موخه د فرانسوي ژبې کچه ښه کړي.
د زده کړو پروګرام:
د سهار له 9:30 څخه تر 30-12 یا د ماسپښین له 13:30 څخه تر 30-16
هره اونۍ یوه ورځ د سهار له 9 بجو څخه د ماسپښین تر 5 بجو پورې
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د مسلکي فرانسوي ورکشاپ (21 ساعته) : پدې روزنه کې تاسي زده کوئ چې څنګه ځان په ساده ډول معرفي کړئ او د مسلکي نړۍ لغتونه زده کړئ.
- د کاري ساحې ورځې (5 ورځې) : د رشتو او کسبونو په اړه پیژندنه، خپل مهارتونه ښودل، او په ټیم کې د کار کولو فرصت.
- د کارموندنې ورکشاپ (د ماښام 6 بجې) : په فرانسه کې د کاري نړۍ په اړه ښه پوهیدو لپاره.
- د مهارتونو د لارې ورکشاپ (د ماسپښین 6 بجې) : ستاسو د اصلي هیواد څخه فرانسې ته له راتګ څخه ورسته، ستاسو شخصي او مسلکي سابقي او مهارتونو ته د ودې او پراختیا په اړه زده کول.
- 4 انفرادي مرکې : ستاسو د مسلکي پروژې په جوړولو کې ستاسو سره مرسته کول.
د عمومي ملاتړ ورکشاپ (6 ساعته) او ډیجیټل ټکنالوژۍ په برخه کې ورکشاپ (6 ساعته) : د فرانسوي ادارو په اړه ښه پوهیدل او د ډیجیټل ټکنالوژۍ وسایلو کارول زده کول.
څنګه یې وکړو ؟
تاسو باید د خپل ټولنیز مسؤول او سلاکار سره د ملاقات وخت واخلئ که هغه (د کار مندني مرکزPôle Emploi، ایغیسا RSA او یا د ملاتړ نورو بنسټونو) کې وي.
- ستاسو ټولنیز مسؤول او سلاکار روزنیز مرکز ته د لارښوونې یا معرفي کیدو یوه دوسیه یا فرمه بشپړه وي.
- ورسته به تاسو د روزنې په اړه یوه ټولیز پریزنټشن ته بلنه درکړل شي.
دا هم امکان لري چې د روزني تسهیل کونکي مسؤول روزونکي سره اړیکه ونیسئ: وینیسا ډیسبوس Vanessa DESBOIS.
- تلیفون: 06.84.92.47.60
- بریښنالیک: vanessa.desbois@prismerennes.fr
یادونه: روزنه 8 اونۍ دوام کوي، دا تاسو ته د برتین (Bretagne) سیمې څخه د مالي مرستې مستحق ګرځوي او تاسي مالي مرسته هم د روزني پرمهال ترلاسه کوی.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
12 مرسته کونکي فعالیت کوي