Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

په وال-دي-مارن (Val-de-Marne) کې فرانسوي ژبه زده کړئ

د .....................سره Emmaüs Solidarité Compétences

د.........لخوا وړاندیز شوي EMMAÜS Solidarité Compétences ...میاشي کیږي چې نوي شوي 11 днів тому

په بېلا بېلو موضوعاتو کې د فرانسوي ژبې زده کړې روزنې:

  • لوستل او لیکل
  • مسلکي فرانسوي
  • فرانسوي کلتور او دودونه
  • فرانسوي ژبه د کمپیوټر کارولو لپاره ...

ټولي روزني وړیا دي او د 3 څخه تر 6 میاشتو پورې په اونۍ کې نږدې له لسو (10) څخه تر 15 ساعتونو پورې وړاندې کیږي.

د روزنې مرکزونه د پاریس (75) کې یا آیوری-سور-سین ( Ivry-sur-Seine (94)) کې موقعیت لري.

مهم معلومات: ستاسو کچې، پروژې او پتې ته په کتو به تاسو ته ترټولو مناسبه روزنه وړاندې شي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د 6 میاشتو بېلا بېل رزنیز پروګرامونه (په اوونۍ کې 15 ساعته) ترڅو خلک د کار موندلو یا مسلکي زده‌کړو ته د داخلېدو لپاره چمتو کړي، چې لاندې موضوعات پکې شامل دي:

  • د فرانسوي ژبې کورسونه (ډله‌ییز او انفرادي ملاتړ)
  • ډیجیټلي ورکشاپونه (کمپیوټر او سمارټ‌فون)
  • د کار موندنې د طریقو او مهارتونو ورکشاپونه
  • سپورټ او تیاتر
  • ټولنیز ملاتړ او تعقیب.

6 میاشتنی روزنیز کورسونه (په اونۍ کې 15 ساعته) د لوستلو او لیکلو زده کولو لپاره او ورسته د حرفوي زده کړې لپاره د دندې لټون یا نوم لیکنه اسانه کول.

د پروګرام موضوعات:
- د کاري پیغامونو او اسنادو د پوهیدو او په مسلکي شرایطو کې د خبرو اترو لپاره د فرانسوي ژبې ګروپي او انفرادي کورسونه
- د سوداګرۍ یا شرکت کوډونو د پوهیدو لپاره کورسونه
- د کار موندنې تخنیکونو په اړه ورکشاپونه
- ټولنیز تعقیب، ملاتړ او اداري طرزالعملونو کې مرسته.

مهم معلومات: دا روزنې د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکو لپاره دي، چې په شفاهي توګه د A1 کچه لري او څوک چې لوستل او لیکل نشي کولی.

د فرانسوي زده کولو او د فرانسوي دودونو د ښه پوهیدو لپاره 5 میاشتني روزنیز کورسونه (په اونۍ کې د 10 څخه تر 12 ساعتونو پورې):

- فرانسوي کورسونه (ګروپي او انفرادي ملاتړ)
- د بېلا بېلو کلتورنو یا فرهنګنو ورکشاپونه
- ټولنیز تعقیب، ملاتړ او د کارموندنې ملاتړ.

مهم معلومات: له دغو روزنو څخه یوه روزنه د پناه غوښتونکو لپاره د لاس رسي وړ ده.

د کمپیوټر او ګرځنده تلیفون په کارولو سره د فرانسوي ژبې زده کړه کې د پرمختګ لپاره او په اداري کړنو او پروسیجرونو کې د خپلواکۍ لپاره 3 میاشتنۍ روزنه:

- فرانسوي کورسونه (ګروپي او انفرادي ملاتړ)
- د کمپیوټر یا معلوماتي ټکنالوجۍ ورکشاپونه
- د کلتوري او ادارې تاسیساتو د رول په اړه د پوهیدو لپاره ورکشاپونه (کاف، د کارموندنې مرکز، میدیاتیک، کتابتونونه، او نور).

څنګه یې وکړو ؟

د نوي روزنیزو کورسونو لپاره د نوم لیکنې نیټې موندلو لپاره، د ایمایوس سولیدارتي کومپتانس ویب پاڼې ته لاړ شئ.

تاسو کولی شئ له مرکز سره په لاندې توګه اړیکه ونیسئ:

  • د تلیفون له لارې: 0140092021
  • د بریښنالیک له لارې: competences@emmaus.asso.fr
  • په مستقیم ډول ذ ایوری سور سین Ivry-sur-Seine روزنیز مرکز ته په لاندې پته لاړ شئ:
  • 4 Rue de la Baignade, 94400 Ivry-sur-Seine
مهم معلومات: د کورس پیل کولو دمخه، تاسو باید د فرانسوي ښوونکي سره یوه ازموینه (لیکلي او شفاهي) ترسره کړئ او د یو مسلکي مسؤول سره مرکه هم ترسره کړئ.

Lieu d'accueil

4 Rue de la Baignade, 94400 Ivry-sur-Seine, France

01 40 09 20 21

competences@emmaus.asso.fr

Chargement de la carte...

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • xavidumاډمین
  • claudia mاډمین
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • hadudmak19د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • emmaüs solidarité compétencesایډیټر او کره کتونکی
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • john14د صفحي پورته برخه
  • coordinatrice sabineایډیټر او کره کتونکی

Liens utiles