مهم معلومات
د .....................سره د l'Auto-école sociale MADE ECIM سره
په نښه شوي خلک
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
دا چېرته دی ؟
د دندې موندلو لپاره د موټر چلولو جواز (لایسنس) ترلاسه کړئ
دا څه دي ؟
په دې پروګرام کې لاندې موارد وړاندیز شوي:
- د ترافیکي کوډ او د موټر چلولو جواز اړوند لغتونه زده کول
- د کوډ او جواز ازموینې ترسره کول
- د داسې دندې په موندلو کې ملاتړ ترلاسه کول چې جواز ته اړتیا لري.
یادونه: نوم لیکنه ټول کال کې ممکنه ده.
دا ولي په زړه پورې دي ؟
روزنه د موټر چلولو او زده کړې لپاره تاسو چمتو کوي:
- د فرافیکي کوډ عمومي تیوري ازموینې (ETG).
- د موټر چلولو جواز ازموینه.
د روزنې له لارې، دا ممکنه ده چې تاسو د هغو شرکتونو سره په اړیکه کې کړي چې هغوی په دندو باندې هغه کسان غواړي وګماري چې د موټر چلولو جواز یا لایسنس و لري.
د روزنې په جریان کې، تاسو د ترافیکي کوډ ازموینې لپاره د چمتوکیدو په موخه د الفا کوډ (ALPHA CODE) کارولو فرصت ولرئ.
د مقرراتو او د ازموینې پوښتنو د پوهاوي په موخه د موټر چلوني په برخه کې د استفاده کیدو لغتونه تشریح کیږي.
مسلکي کسان د مسلکي پروژې په جوړولو کې مرسته کوي:
- په کوم سکتور کې د دندې په لټه کې شئ
- د کار موندلو لپاره د موټر جواز یا لایسنس کارولو څرنګوالی.
روزنه د هر نوماند د اړتیاو سره سم تطبیق کیږي.
څنګه یې وکړو ؟
د راجستر یا نوم لیکني لپاره، تاسو باید مستقیم د موټر چلولو ښوونځي دفتر ته لاړ شئ:
- پته:
- 218 chemin de Sainte-Marthe, Bâtiment d3, 13014 Marseille
- لاسرسی: بس 38، 31، 33، د پیکن بسرین (Picon-Busserine) تمځای
- کاري ساعتونه: له دوشنبي څخه تر جمعې د سهار له 9 بجو څخه تر 11 بجو پورې او د ماسپښین له 2 څخه تر 5 بجو پورې.
که تاسو اضافي معلوماتو ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ د شیهرزاد هامیش (Scheherazade Hamiche) سره اړیکه ونیسئ:
- د بریښنالیک له لارې: made.ecim@gmail.com
- د تلیفون له لارې: 0612402320
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
11 مرسته کونکي فعالیت کوي