د فرانسوي ژبې کورسونو کې برخه واخلئ
سره د Abajad سره
دا څه شی دی؟
په ورځني ژوند او مسلکي ژوند کې په فرانسوي کې د پرمختګ لپاره روزنه، او د فرانسوي کلتور په اړه ښه پوهیدل.
پرګرام په اونۍ کې 10 درسي ساعته کورس په لاندې موضوعاتو کې وړاندې کوي:
- فرانسوي د بهرنۍ ژبې په توګه د زده کړې کورس،
- د کار لپاره فرانسوي درسونه او د دندې په لټه کې مرسته،
- ملاتړ کونکی ښوونکۍ (د یو مسلکي کس لخوا انفرادي ملاتړ)
- کلتوري ورکشاپونه
روزنه په مجموع کې 216 ساعته وړاندې کیږي او 2023 کال د جون میاشتي په 23 نیټه پای ته رسیږي.
یادونه: په دې روزنه کې د ګډون لپاره، تاسو باید:
- د 5 کلونو څخه کمې مودې راهیسې په فرانسه کې اوسئ
- په پاریس (75) کې اوسیږی.
دا د چا لپاره دی؟
4 میاشتې
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
75 - Paris
4 میاشتې
منطقه یا څانګه (ډیپارټمنټ)
75 - Paris
ولې دا په زړه پورې ده؟
هره ورځ خپلواک او په ځان تکیه شئ
روزنه د ورځني ژوند په مختلفو شرایطو کې د فرانسوي ژبې په ښه پوهیدو او له نورو سره په اړیکه کې مرسته کوي.
ځان چمتو کړئ او دنده ومومئ
روزنه د کار نړۍ ته د ننوتلو او کار پیدا کونه کې مرسته کوي:
- د مسلکي فرانسوي لغتونو زده کړه،
- د کار قانون یا کود تشریح (مقررات، قوانین، حقوق او په مسلکي شرایطو کې مکلفیتونه)،
- سي وی CV لیکل،
- د کار مرکې لپاره چمتووالی.
څنګه کولی شم سهیم شم او فعالیت وکړم ؟
فرمه بشپړ کړئ
د راجستر یا نوم لیکني لپاره تاسو باید په شنه لینک کلیک کولو سره فورمه دلته ډکه کړئ.
که تاسو کومه پوښتنه لرئ، تاسو کولی شئ د اباجاد (Abajad) ټولنې سره اړیکه ونیسئ:
- د تلیفون له لارې: 0628258120
- د بریښنالیک له لارې: hello@abajad.com