Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د دندې یا روزنې موندلو لپاره ملاتړ کیدل

د .....................سره le Projet Mercure

د.........لخوا وړاندیز شوي Anywr ...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

د مرکیور پروژه (le Projet Mercure) د هوت دی فرانس (Hauts de France) کې میشته مهاجرینو سره مسلکي اوکاري نړۍ ته ننوتو کې مرسته کوي.

برنامه د لاندې خدماتو وړاندیز کوي:

  • د کار یا روزنې موندلو لپاره انفرادي چمتووالی
  • په اونۍ کې 9 ساعته د مسلکي فرانسوي ژبې زده کړې کورسونه
  • د کمپیوټر کارولو څرنګوالي زده کولو لپاره ورکشاپونه
  • فعالیتونه چې اړیکې او ښوونکي (توتورا) رامینځته کوي (د مرکیور ټولنه)
یادونه: دا پروګرام د هغو خلکو لپاره دی چې د کار او روزنې په لټه کې دي.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د هر ګډونوال سره په شخصي توګه په لاندې مواردو کې ملاتړ کیږي:

  • ستاسې سره د مسلکي پروژې په تعریف کولو کې مرسته کیږي (کوم سکتور، کوم مسلک؟)
  • تاسې ته بیلابېلو مسلکونو در پيژندل کیږي
  • له تاسې سره یوځای د وړاندیزونو څیړل (دندې، ستاجونه، د کار او زده کړې (الترنانس) قراردادونه) او روزنې
  • تاسې د شریکو شرکتونو یا روزنیز مرکزونو سره وصل کول
  • تاسې سره د ډیپلوم پرتله کولو یا معادله کولو پروسه کې مرسته کول
  • له تاسې سره د سي وي CV او پوښښ لیک لیکلو کې مرسته کول
  • د کار مرکې لپاره چمتو کول
  • تاسو سره د کار موندني یا استخدام سالونونو ته تګ او ملګرتیا

  • په فرانسه کې د مسلکي لغتونو او کار کوډونو زده کولو لپاره فرانسوي کورسونه
    (په هره اونۍ کې 3 ځله 3 ساعته).
  • د کمپیوټر د اساساتو په اړه د کمپیوټر د زده کړې کورسونه

د مرکري پروژه (Projet Mercure) سره یوځای کیدو سره تاسې هم د مرکري ټولنې سره برخه ګرځئ. د Mercure ټولنه د Anyw کارکونکي او ګټه اخیستونکي سره یوځای کوي چې موږ یې ملاتړ کوو.

د مرکیور ټولنه ده:

- هغه فعالیتونه چې اړیکې رامینځته کوي: تفرحي سفرونه او لیدنې، سپورت، کلتور او تفریح، غذا خوړل او جشنونه، لوبې.

- د Anywr د یو کارکونکي سره چې ستاسې سره د لارښود په توګه همکاري کوي ملګری کیدل: د میوزیک کورس، تخنیکي روزنه (IT)، په فرانسوي یا انګلیسي کې خبرې اترې، د ټولنیزو شبکو پوهاوی یا کومه بله اړتیا چې تاسې یې موږ ته په اړه معلومات راکوئ.

څنګه یې وکړو ؟

د ناستې تنظیم کولو لپاره د مرکیوري پروژې (Projet Mercure) له ټیم سره اړیکه ونیسئ:

  • د بریښنالیک له لارې: projetmercure@anywr-group.com

د تماس په وخت کې د خپل تلیفون شمیره مشخص او ورکول مه هیروئ.

14 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • meryem lakchiniد صفحي پورته برخه
  • alex_rfد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • audrey56د صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • hannahد صفحي پورته برخه
  • projet mercure (anywr)ایډیټر او کره کتونکی
  • marianne georgesد صفحي پورته برخه

Liens utiles