Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د بریښنا په رشتو کې د کار کولو لپاره چمتووالی

د .....................سره La prépa métiers - Habitat & Humanisme Urgence

د.........لخوا وړاندیز شوي Habitat et Humanisme , Langues Plurielles...میاشي کیږي چې نوي شوي 2 роки тому

د کاري رشتو لپاره چمتووالی - بریښنا

تاسو د نړیوال محافظت ګټه اخیستونکي یاست، په فرانسه کې ژوند کوئ او غواړئ په بریښنایی مسلکونو او رشتو کې روزنه وکړئ ...

د می له 20 څخه د بریښنا اړوند مسلکونو لپاره زموږ د چمتووالي راتلونکي ناستې کې ګډون وکړئ، د لیګینډ فاونډیشن (a Fondation Legrand ) او ایکول ګوستاو ( l’Ecole Gustave) سره په ملګرتیا کې !

دا څه دي؟

هبیتا او هومنزیم ارجانس (Habitat et Humanisme Urgence) تاسو ته د بریښنا په برخه کې د کار موندلو او چمتو کولو لپاره د 6 اونیو ملاتړ وړاندیز کوي:

  • د فرانسوي ژبې مسلکي وړتیا زده کړې 96 ساعته
  • د کارموندنې او روزنې په اړه ورکشاپونه
  • په Ecole Gustave کې روزنې ته د ننوتلو لپاره چمتووالی.
  • د لیګینډ فاؤنڈیشن شریک شرکتونو سره د دندې لټون کتنه چې د کار او زده کړې د قرارداد (الترنانس) په اساس خلک په کار ګماري!

د چا لپاره ؟

د نړیوال خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکي (لس کلن اسناد لرونکي) :

  • د جمهوريت د ادغام تړون لاسلیک کونکي (CIR)
  • په فرانسه کې میشته کسان
  • چا چې د اوفي OFII لخوا ټاکل شوي فرانسوي ساعتونه بشپړ کړي وي
  • د فرانسوي کچه B1 شفاهي او A2 لیکل ولري
  • د فرانس ترخوي (France Travail) سره راجستر شوي

كله ؟

د می له 20 څخه تر جون 28 (8 اونۍ).

او وروسته؟

  • د جولای له لومړۍ نیټې څخه، د ایکول ګوستاو (l’Ecole Gustave) لخوا ټاکل شوي نوماندان به وکوالی شي د 15 میاشتو روزنیز کورس پیل کړي چې د مسلک په اساساتو کې د 3 میاشتو روزنې په شمول تمویل کیږي. او د فرانس تخوی (France Travail) لخوا تادیه کیږي، او د مسلکي سرلیک یا ډیپلوم د تصدیق کولو لپاره د 12 میاشتو د کار او زده کړې (الترنانس) قرارداد.
  • نور نوماندان به په ایل دی فرانس کې د کارموندنې او/یا روزنې لپاره 3 میاشتې د انفرادي مسلکي ملاتړ څخه ګټه پورته کړي. دوی به د دې وړتیا هم ولري چې زموږ د بین الولایتي خوځښت پروګرام (programme de mobilité interrégionale) سره یوځای شي او د ټولنیز-مسلکي ملاتړ سره د خپلي خوښې یا انتخاب کړي سیمه کې د کارموندنې او یا روزنې په لور لارښوونه وشي، او همدارنګه د استوګنې امکانات به هم روته برابرشي.
یادونه: د لا زیاتو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره، زموږ د یوې ټولیزې معلوماتي غونډې لپاره ځان راجستر کړئ:
  • دوشنبه د می 6 د سهار 10:30 بجې
  • سه شنبه د می 7 د سهار 10:30 بجې

په لاندې پته: urgence.prepametiers@habitat-humanisme.org

مهمه یادونه: مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې ګډون وړیا او بې پیسو دی.

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د ډله ایزو موضوعاتو ورکشاپونو له لارې، تاسو به هغو مسلکونو په اړه معلومات ترلاسه کړی چې خلک په کار ګماري او ستاسې د دندې یا روزنې لټون ته وسعت ورکوي.

د 96 ساعتونو سره د فرانسوي ژبې زده کړې، دا روزنه به تاسو ته اجازه درکړي چې ستاسو د فرانسوي کچه پیاوړې کړئ او د مسلکي چاپیریال سره مطابقت شوي لغتونه زده کړئ.

د انفرادي مسلکي ملاتړ له لارې به تاسې وکولی شئ خپله مسلکي پروژه په غوره توګه تعریف او رامنځته کړئ.

څنګه یې وکړو ؟

  • دوشنبه د می 6 د سهار 10:30 بجې
  • سه شنبه د می 7 د سهار 10:30 بجې

د نوم لیکنې یا راجستر کولو لپاره، موږ سره په لاندې بریښنالیک اړیکه ونیسئ: urgence.prepametiers@habitat-humanisme.org

10 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • nouد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • meryem lakchiniد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • thrasosایډیټر او کره کتونکی

Liens utiles