Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره DU RESPE - Sorbonne Université

RÉSEAU MEnS
د.........لخوا وړاندیز شويRÉSEAU MEnS

په نښه شوي خلک

خلکبې وطنه کسان, پناه غوښتونکي, فرانسوي اتباع, قانوني اسناد لرونکي کډوال, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهB1, B2

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهتقریبا 9 میاشت
د ګډون کچهتقریبا 4 ساعتونه هره ورځ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, چهارشنبه, پنجشنبه, جمعه

شرایط

د عالي لیسې تر کچې زده کړې ترسره کړې وي

د پاریس (پنځم) پوهنتون کې فرانسوي زده کړئ

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 6 mois

دا څه دي ؟

د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیریل (Passerelle) پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي، کډوالو او اپرتاید (بې تابعیته) اشخاصو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره غوره فرانسوي ژبه زده کړي.

دا د جلاوطنه کسانو لپاره لوړو زده کړو ته د راستنیدلو (RESPE) روزنیز کورس دی چې 400 درسي ساعتونه وړاندیز کوي:

  • د فرانسوي ژبې کورسونه (په مجموع کې 182 ساعته د B2 کچې لپاره چمتو کول)
  • فعالیتونه،
  • په فرانسه کې د پوهنتون او مسلکي پروژې جوړولو کې ملاتړ ...
مهمه یادونه: روزنه 2 سمسترونه (9 میاشتې) دوام کوي، د سپتمبر څخه تر جنوري او د فبروري څخه تر می پورې.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه په سوربون پوهنتون کې د زده کړې په اړه معلومات وړاندې کوي.

د DU Passerelle په اړه د نورو معلوماتو لپاره: د Refugees.info فایل وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

په سوربون پوهنتون د DU RESPE کې، د بهرنۍ ژبې په توګه د فرانسوي ژبې زده کړې 156 درسي ساعته او د پوهنتون فرانسوي کورسونو 26 ساعته شتون لري.

تاسو په اونۍ کې 16 ساعته درسونه لرئ، د ماسپښین له 4 بجو څخه تر 8 بجو پورې.

تاسو به د پوهنتون ډیپلوم او TCF ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ.

مهمه یادونه: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 څخه کم عمر لرئ، تاسو هره میاشت مالي مرستې (د ټولنیز معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس بورسونه) ترلاسه کولی شئ.

د روزنې په جریان کې به تاسو په فرانسه کې د پوهنتون په اړه معلومات ومومئ: په فرانسه کې د زده کونکی په حیث ژوند کول څه معنی لري، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د کورسونو په جریان کې د نوټونو اخیستل زده کول او د کورسونو څخه بهر مطالعه کول، پریزنټشنونه وړاندې کول او امتحانونو ته تیاری نیول...

  • د زده کونکو سره په اونۍ کې 2 ساعته ښوونه
  • د پوهنتون میتودولوژي کورس په اونۍ کې 2 ساعته
  • کتابتونونو ته لاسرسی
  • په فرانسوي کې د ریاضیاتو، ادبیاتو، فلسفې، کمپیوټر ساینس، بیولوژي، تاریخ جغرافیه کې 154 درسې ساعتونو کورسونه (دا ستاسو په انتخاب پورې اړه لري).

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې د امکاناتو سره سم مسلکي کسان د هر زده کونکي سره په انفرادي ډول د پوهنتون او مسلکي پروژې په اړه مرسته او ملاتړ کوي.


  • د سي وي CV او پوښښ (انګیزه) لیکونو په لیکلو کې ورکشاپونه
  • د پوهنتون خدماتو ته لاس رسی: ټولنیزې مرستې، لارښوونه
  • د UEE (د جلاوطن زده کونکو اتحادیه) له لارې اداري ملاتړ
  • د زده کړو د بیا پیل په موخه د همکار شخص لخوا انفرادي ملاتړ.

تاسو د روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی لرئ:

  • د زده کونکو اتحادیې سره فعالیتونه او تفریحي سفرونه
  • د رونډ پوائنټ تیاتیر (Théâtre du Rond Point) سره د تیاتر لوبې او د اداکارۍ ټولګي
  • د سپورت تجهیزات
  • په کیمپس کې کلتوري او علمي کړنې.

څنګه یې وکړو ؟

د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسو فایل ومنل شي، تاسو به د آنلاین فرانسوي ازموینې سره بریښنالیک ترلاسه کړئ.

د پاڼې سر
په همکاري د

17 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
hugo stéphanhugo stéphanاډمین
claudia mclaudia mاډمین
a mugniera mugnierاډمین
admin-du-suadmin-du-suایډیټر او کره کتونکی
mariammariamد صفحي پورته برخه
nounouد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
katarginakatarginaد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
анастасияанастасияد صفحي پورته برخه
darlapmdarlapmد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه