Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره le DU Passerelle - Université Sorbonne Nouvelle

RÉSEAU MEnS
د.........لخوا وړاندیز شويRÉSEAU MEnS

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان, بې وطنه کسان, پناه غوښتونکي
د فرانسوي ژبې کچهA2, B1, B2

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهتقریبا 9 میاشت
د ګډون کچهلږ تر لږه 16 ساعتونه هره اونۍ
د حاضرۍ او ګډون کولو ورځېدوشنبه, سه شنبه, پنجشنبه, جمعه

شرایط

د عالي لیسې تر کچې زده کړې ترسره کړې وي

د پاریس (پنځم) پوهنتون کې فرانسوي زده کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 7 mois

دا څه دي ؟

د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیرل پروګرام پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکو، کډوالو او بې هیواد خلکو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره د فرانسوي ژبې غوره کچه ترلاسه کړي.

دا 400 ساعته روزنیز پروګرام لاندې موارد وړاندې کوي:

  • فرانسوي کورسونه،
  • فعالیتونه،
  • په فرانسه کې د پوهنتون او مسلکي پروژې جوړولو کې ملاتړ.
مهمه یادونه: روزنه 2 سمسترونه دوام کوي، یو له سپتمبر څخه تر دسمبر پورې او بل د جنوري څخه تر می پورې.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه د سوربون نوویل پوهنتون، د هنر، ادبیاتو او ژبو پوهنتون کې د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

> د DU Passerelle پروګرام په اړه د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د Réfugiés.info پاڼه وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د سوربون نوویل پوهنتون د ډی یو پاسیریل روزنیز پروګرام د زده کړې 400 ساعته کورسونه وړاندې کوي.
تاسې به په هره اونۍ کې 16 ساعته زده کړې ترسره کوئ، د سپتمبر څخه تر می پورې، د لاتن (Latin) په سیمه کې (د پاریس په 5مه ناحیه کې).

تاسې به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کوئ.

دا هم ممکنه ده چې د روزنې په پای کې DELF یا TCF ازموینه ترسره کړئ.

مهمه یادونه: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست او تاسو د 35 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو د دې امکان لرئ چې هره میاشت د مالي مرستې غوښتنه وکړئ (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس) او د روزنې ترسره کولو مودې لپاره د استوګنې ځای لپاره هم غوښتنه وکړئ.

د روزنې په جریان کې په تاسې په فرانسه کې پوهنتون سیسټم په اړه معلومات ومومئ: په فرانسه کې زده کوونکی په څه معنی دی او څنګه ژوند کوي، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم کیږي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د ټولګیو په جریان کې د نوټونو اخیستل زده کول او له ټولګي څخه بهر د مطالعې کول، پریزنټشنونه جوړول او وړاندې کول، او ازموینو ته ځان چمتوکول…

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې به مسلکي کسان د شته امکاناتو سره سم په انفرادي ډول د هر زده کونکي سره د اکادمیک او مسلکي پروژې په رامنځته کولو او ترتیبولو کې مرسته کوي.

مسلکیان په همدارنګه له تاسې سره ستاسې د سي وي CV او پوښښ یا انګیزه لیکونو په لیکلو، او د ستاسې د خوښې روزنې کورسونو کې نوم لیکنه او ثبت نام کې مرسته کوي.

تاسو به د روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:

  • د پاریس موزیمونو سره کلتوري پروژه
  • په هر سمستر کې د دوه سپورتي فعالیتونو ترسره کولو امکانات

تاسو به وکولی شئ د پوهنتون ټولو خدماتو څخه ګټه پورته کړئ:

  • د ناسیون د پوهنتون کتابتون او د سینټ باربی کتابتون
  • د پوهنتون روغتیایی خدمات
  • د پوهنتون سپورتي خدمات
  • د پوهنتون د معلوماتو او اورینټیشن خدمات
  • د پوهنتون ریستورانت خدمات
  • د کلتورې څانګې خدمات

څنګه یې وکړو ؟

د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسو غوښتنلیک ومنل شي، تاسو به د مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.

د پاڼې سر
په همکاري د

15 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
claudia mclaudia mاډمین
a mugniera mugnierاډمین
admin-du-parisusnadmin-du-parisusnایډیټر او کره کتونکی
mohamed sayed shokrimohamed sayed shokriد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
gitorogitoroد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه
utilisateur_628083utilisateur_628083ایډیټر او کره کتونکی
kakarkakarد صفحي پورته برخه
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه