Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

د پاریس (۷) په ساینس پو (Sciences Po) پوهنتون کې فرانسوي ژبه زده کړئ

د .....................سره Sciences Po - Certificat professionnel en sciences sociales et humaines pour jeunes réfugiés

د.........لخوا وړاندیز شوي RÉSEAU MEnS , Sciences Po...میاشي کیږي چې نوي شوي рік тому

د ساینس پو پوهنتون د ځوان مهاجرینو لپاره په ټولنیزو او بشري علومو کې مسلکي سند چې د پاسیریل پوهنتون ډیپلوم (DU) په نوم دی چې مهاجرینو ته اجازه ورکوي چې د دوی د فرانسوي ژبې مهارتونو کچه لوړه کړي، ټولنیزو او بشري علومو کې ابتداي زده کړې وکړي، او په فرانسوي ټولنه کې د دوی ادغام ته وده ورکړي(د زده کړو دوام او یا د کار لټون).

دا سند د Bac +2 کچه تایید وي (بکلوریا او دوه کاله لوړې زده کړي).

دا دوه کلن کورس په ساینس پو کې د زده کړې 3 سمسترونه او د 6 میاشتني ستاج یا انٹرنشپ وروستی سمستر سره تسره کیږي.

سند د سوداګرۍ نړۍ او مختلف کلتوري ځایونو څخه د لیدنې او پیژندنې فعالیتونه هم وړاندیز کوي، په بیله بیا په سپورت او هنري فعالیتونو کې برخه اخیستنه.

پدې سر بیره، د دوه کلنې زده کړې په جریان کې ټولو زده کونکو ته انفرادي ټولنیز او مسلکي ملاتړ هم وړاندیز کیږي.

مهمه یادونه: روزنه د 28 کلونو څخه کم عمر لرونکو خلکو لپاره پرانيستې ده.
روزنه دوه کاله دوام کوي او تل د سپتمبر څخه پیل کیږي.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه د ساینس پو پوهنتون کې د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

> د DU Passerelle په اړه نور معلومات ترلاسه کړئ: د Réfugiés.info پاڼه وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

په ساینس پو کې د ټولنیزو او بشري علومو مسلکي سند کې، هره اونۍ 8 ساعته د فرانسوي ژبې زده کړې وړاندې کیږي.

سربیره پردې، په انګلیسي او نورو ژبو کې کورسونه هم وړاندې کیږي، په بیله بیا د ټولنیزو علومو کورسونه، تاریخ، جیوپولیټیک، ریاضي په ټولنیزو علومو کې پلي کیږي، د مدیریت او سوداګرۍ نړۍ پیژندنه، ادراي زده کړې او د مسلک لارښود ورکشاپونه.

مهمه یادونه: که تاسو د نړیوال محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست یا د لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکي یاست، تاسو د هرې میاشتې مالي مرستې (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پر بنسټ مرستې) او د روزنې بشپړولو لپاره د استوګنې غوښتنه کولو امکان لرئ.

د روزنې په جریان کې، تاسو به په فرانسه کې د پوهنتون سیسټم ومومئ: کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم شوي، د ټولګیو په جریان کې د نوټونو اخیستل زده کول او د ټولګي څخه بهر مطالعه کول، پریزنټشنونه جوړول، ازموینو یا امتحانونو ته چمتووالی نیول، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د زده کړې لپاره ځان چمتو کول، خپل راتلونکی تعلیمي مسیر یا مسلکي مسیر ته ځان چمتو کول...

د روزنې په جریان کې به مسلکي کسان په انفرادي ډول د هر زده کونکي سره د امکاناتو سره سم د اکادمیک او مسلکي پروژې په رامینځته کولو په لاندې ډول مرسته او ملاتړ کوي:

  • مسلکي ورکشاپونه
  • د متخصصینو یا مسلکيانو لخوا لارښوونه او مرسته.
  • د یو مرسته کونکي یا منتور سره په تماس کې کول چې له تاسې سره ستاسې په زده کړو کې مرسته او لارښونه وکړي ( د سیانسپو یو کارمند د یو زده کونکي سره)

مسلکیان به همدارنګه له تاسې سره ستاسې د سي وي (CV) او پوښښ یا انګیزه لیکونو په لیکلو کې مرسته کوي، او ستاسې د خوښې وړ کورسونو کې نوم لیکنه یا راجستریشن ترسره کولو کې مرسته کول.

مسلکي یا کاري نړۍ ته د ننوتلو لپاره د چمتو کیدو په موخه په څلورم سمستر کې په یوه شرکت کې شپږ میاشتنی ستاج یا عملي کار د تجربې تر لاسه کولو فرصت تنظیم شوی.

دا به هم ممکنه وي چې د ساینسپو الومني شبکې سره یوځای شئ کوم چې تاسو ته اجازه درکوي د ښوونځي پخوانیو زده کونکو سره اړیکه ونیسئ.

تاسو به د روزنې په جریان کې مختلف لیدونو او فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:

  • کلتوري لیدنې (Comédie Française, Théâtre des Champs-Elysées, etc.)
  • د شرکت لیدنه (لوریال، RATP، او نور)
  • د ساینسپو د فعالي ورزشي او فعالتونو ټولني له لارې په سپورت او هنري فعالیتونو کې برخه اخیستل

څنګه یې وکړو ؟

څنګه په پروګرام کې ګډون وکړو؟

د راتلونکي ناستې لپاره نوم لیکنه به د فبروري څخه تر مارچ 2025 پورې د سپتمبر 2025 لپاره ټاکل شوي ښوونځي ته بیرته راستنیدو سره پیل شي.

دلته هغه ګامونه دي چې تاسو ورته اړتیا لرئ تعقیب کړئ:

• تاسو به لومړی د غوښتنلیک یا نوم لیکنې فورمه ډکه کړئ کومه چې به د 2025 کال په فبروري میاشت کې پرانستله شي

• بیا، تاسو اړتیا لرئ خپل سي وي CV او د خپل استوګنې د اجازې عکس یا کاپي دې بریښنالیک ته ولیږئ (certificat.refugies@sciencespo.fr)

مخکې ټاکل شوي نوماندان به په پاریس کې د ساینس پو په ودانۍ کې د مرکې لپاره ترلاسه شي.

د هرې پوښتنې لپاره، تاسو کولی شئ لاندې بریښنالیک ته بریښنالیک ولیکئ: certificate.refugies@sciencespo.fr

تاسو کولی شئ د ساینس پو ویب پاڼې ته هم لاړ شئ: https://www.sciencespo.fr/fr/a-propos/universite-ouverte-tous/politique-daccueil-des-etudiants-refugies-ou-demandeurs-dasile/

15 مرسته کونکي فعالیت کوي

  • claudia mاډمین
  • a mugnierاډمین
  • admin-du-paris-spایډیټر او کره کتونکی
  • gitoroد صفحي پورته برخه
  • niknameد صفحي پورته برخه
  • réfugiéد صفحي پورته برخه
  • kim.delaunayد صفحي پورته برخه
  • ghannam laspresesد صفحي پورته برخه
  • diplosamد صفحي پورته برخه
  • cooowlisseد صفحي پورته برخه
  • rohullah expertد صفحي پورته برخه
  • jafariد صفحي پورته برخه
  • marianneukraineد صفحي پورته برخه
  • olga b.د صفحي پورته برخه
  • noorد صفحي پورته برخه

Liens utiles