مهم معلومات
د .....................سره le DU Passerelle - Université Paris Saclay
په نښه شوي خلک
قیمت
شتون والۍ او موجودیت لازمي دی
شرایط
د پاریس ساکلی پوهنتون کې فرانسوی زده کړئ (د سیو کیمپس)
دا څه دي ؟
د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیریل (Passerelle) برنامه پناه غوښتونکو، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه ګټه اخیستونکو، کډوالو او بې تابعیته اشخاصو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړې لپاره غوره فرانسوي ژبه زده کړئ.
دا روزنه 502 ساعته زده کړې وړاندې کوي:
- فرانسوي کورسونه،
- کلتوري او سپورتي فعالیتونه،
- په فرانسه کې ستاسو د اکادمیک او مسلکي پروژې جوړولو کې ملاتړ.
په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه په سو (Sceaux) سیمه کې د پاریس ساکلی پوهنتون د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي .
د DU Passerelle په اړه د نورو معلوماتو لپاره: د Refugees.info فایل وګورئ
دا ولي په زړه پورې دي ؟
د پاسیریل ډیپلوم (DU Passerelle) چې په اساسي ډول د فرانسوي ژبې (منځنۍ کچې) ترلاسه کولو لپاره د بهرنۍ ژبې په توګه د فرانسوي ژورې زده کړې (FLE) وړاندې کوي. پدې کې شفاهي، لیکلي او پوهاوي فعالیتونه شامل دي (په هر سمستر کې 156 ساعته زده کړه). هر سمستر دا ممکنه کوي چې په فرانسوي ژبه کې د (CECRL) یوه کچه ترلاسه کړي.
تاسو به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ.
دا هم ممکنه ده چې د روزنې په پای کې د ډیلف (DELF) یا ټي سي ایف (TCF) ازموینه ترسره کړئ.
د پاسیریل ډیپلوم (DU Passerelle) په پای کې به زده کونکي وکوالی شي، چې:
- نوټونه واخلئ او په فرانسوي ژبه لیکنه وکړي؛
- په فرانسوي ژبه خبرې وکړئ؛
- د لوړو زده کړو ترسره کولو جوګه شي؛
- د پوهنتون زده کړو لپاره خپله نوماندي چمتو کړئ؛
- د فرانسي په یو پوهنتون او تعلیمي سیستم کې زده کړې تعقیب کړئ.
دا روزنه (DU) د فرانسوي کورسونو سربیره، زده کونکو ته لاندې فعالیتونه وړاندې کوي:
- د فرانسوي کلتور او ټولنې اړوند اضافي کورس ( په هر سمستر کې 21 ساعته)
- د پوهنتون میتودولوژي کې روزنه (په هر سمستر کې 21 ساعته)
- او د لارښوونې، ادغام او ټولنیز-کلتوري پوهاوي ورکشاپونه او فعالیتونه (په هر سمستر کې 40 ساعته) چې د زده کونکو د پوهنتون او مسلکي پروژې په چمتو کولو کې د ملاتړ او مرستي په موخه، لکه (د اورینتاسیون یا پوهاوي ورکشاپ، د سي وي CV او د پوښښ یا انګیزه لیک لیکل، د غوښتنلیک فایلونو چمتو کول، کلتوري او سپورتي فعالیتونه، وغيره).
د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.
د روزنې په جریان کې به مسلکي کسان د هر زده کونکي سره په انفرادي توګه د امکاناتو سره سم، د اکادمیک او مسلکي پروژې په رامینځته کولو کې مرسته او ملاتړ وکړي.
د پوهنتون ډیپلوم (DU) پروګرام هر زده کونکی سره د پوهنتون د 1 زده کونکي لارښود یا مرسته کونکي او د پوهنتون د یو استاد په حیث د منټور یا ملاتړ کونکي په توګه امکانات برابر کړي. دوی د زده کونکو سره د دوی د زدکړې بیا پیلولو پروژې چمتو کولو کې مرسته کوي (د روزنې کورسونو پیژندنه، د دوسیې چمتو کول او مرکې)، همدارنګه په پوهنتون کې د دوی ادغام کې هم ورسره مرسته کوي.
د کال په اوږدو کې، زده کونکي د DU تدریسي او اداري ټیم لخوا هم د منظمو انفرادي غونډو له لارې ملاتړ کیږي ترڅو د دوی د وضعیت او پروژې اړوند ورسره خبرې اترې او مرسته ترسره کړي.
د فرانسوي درسونو په تړاو د کال په اوږدو کې بیلابیل کلتوري او سپورتي فعالیتونه وړاندې کیږي:
- د میوزیم لیدنه، نندارتون، او نور
- د سو (Sceaux) ښار کلتوري وړاندیزونو ته لاسرسی،
- سپورتونه او/یا کلتوري ورکشاپونه چې ( د زده کونکو اتحادیو یا د پوهنتون څخه بهر د یو رضاکار لخوا رهبري کیږي)
تاسو به د DU Passerelle روزنې پروګرام او د جان مونیت (Jean Monet) پوهنځي نورو تعلیمي پروګرامونو(DU) ترمینځ مختلفو ګډو فعالیتونو ته هم لاسرسی ولرئ.
څنګه یې وکړو ؟
- د نوم لیکنې یا راجستر کولو طریقه: د پوهنتون ویب پاڼې ته لاړ شئ ترڅو معلومه کړئ چې څنګه نوم لیکنه ترسره کړئ.
- د غوښتنلیک نیټه : اپریل / جون
- اړیکه : du.passerelle@universite-paris-saclay.fr
د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسو دوسیه یا فایل ومنل شي، تاسو به د مرکې لپاره د بلنې سره یو بریښنالیک ترلاسه کړئ.
ایا تاسو دا معلوماتي فایل ګټوروموندل ؟
د مرسته کونکو څخه مننه وکړئ چې ستاسو لپاره یې معلومات لیکلي او ژباړلي!
اړوند موضوعات
16 مرسته کونکي فعالیت کوي