Paramètres d'affichage

Choisissez un thème pour personnaliser l'apparence du site.

مهم معلومات

د .....................سره le DU PEX - Université de Rouen Normandie

RÉSEAU MEnS
د.........لخوا وړاندیز شويRÉSEAU MEnS

په نښه شوي خلک

خلکقانوني اسناد لرونکي کډوال, د فرعي محافظت ګټه اخیستونکي کسان, د لنډمهاله خوندیتوب ګټه اخیستونکي کسان
د فرانسوي ژبې کچهA1, A2, B1

قیمت

وړيا

شتون والۍ او موجودیت لازمي دی

د ژمنې مودهلږ تر لږه 1 semestre
د ګډون کچهلږ تر لږه 12 ساعتونه هره اونۍ

شرایط

د استوګنې جواز یا ریسپسي لرل
د عالي لیسې تر کچې زده کړې ترسره کړې وي

دا چېرته دی ؟

د غووان (Rouen) پوهنتون کې فرانسوي زده کول

...میاشي کیږي چې نوي شوي il y a 3 mois

دا څه دي ؟

د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیریل پروګرام د فرعي یا لنډمهاله خوندیتوب څخه ګټه اخیستونکو او کډوالو ته اجازه ورکوي چې په فرانسه کې د زده کړو او تحصیل لپاره غوره فرانسوي ژبه زده کړي.

د پوهنتون ډیپلوم (DU) پاسیریل جلاوطنه زده کونکو روزنیز پروګرام (PEX) 210 ساعته زده کړې او فعالیتونه وړاندې کوي چې په لاندې ډول دي:

  • فرانسوي کورسونه (په ټولیز ډول 150 ساعته)
  • فعالیتونه،
  • په فرانسه کې ستاسو د پوهنتون او مسلکي پروژې جوړولو کې ملاتړ ...
مهمه یادونه: روزنه 2 سمسترونه دوام کوي، د سپتمبر څخه تر دسمبر پورې، بیا د جنوري څخه تر می پورې.

په فرانسه کې شاوخوا 40 ورته روزنیز کورسونه شتون لري. دا پاڼه د غووان نورمندي (Rouen Normandie) پوهنتون کې د روزنې په اړه معلومات وړاندې کوي.

> د DU Passerelle په اړه نور معلومات ترلاسه کولو لپاره د Réfugiés.info پاڼه وګورئ

دا ولي په زړه پورې دي ؟

د غووان نورمندي (Rouen Normandie) پوهنتون د ډي یو پکس (DU PEX) روزنیز پروګرام د فرانسوي ژبې زده کړې 150 ساعته کورسونه وړاندې کوي. زده کړې د سپتمبر څخه تر دسمبر او د جنوري څخه تر می پورې ترسره کیږي.

تاسو به د پوهنتون ډیپلوم ترلاسه کولو لپاره ازموینې ترسره کړئ.

دا هم ممکنه ده چې د روزنې په پای کې DELF/TCF ازموینه ترسره کړئ. په هرصورت، DELF او TCF د لګښت وړ دي، پدې معنی چې د ازموینې مصارف باید تاسې تادیه کړئ.

مهمه یادونه: که چیرې تاسې کډوال (لس کلنه قبولي لری)، د فرعي یا لنډمهاله محافظت څخه برخمن یاست او تاسو د 35 کلونو څخه کم عمر لرئ، تاسو کولی شئ هره میاشت مالي مرستې (د ټولنیزو معیارونو یا ځانګړي کلنۍ مرستې پراساس) او د روزنې بشپړولو لپاره د استوګنې ځای ترلاسه کړئ.

د روزنې په جریان کې به تاسې په فرانسه کې د پوهنتون سیستم په اړه معلومات ومومئ: دا چې په فرانسه کې زده کوونکی څه معنی لري او څنګه تعلیمي ژوند لري، کورسونه او ازموینې څنګه تنظیم کیږي، کوم ډیپلومونه او روزنې شتون لري، د پریزنټشنونو جوړول او وړاندې کول، ازموینو ته ځان چمتو کول...

د فرانسې د لوړو زده کړو سیسټم پیچلی دی.

د روزنې په جریان کې به مسلکي کسان د شته امکاناتو سره سم په انفرادي ډول د هر زده کونکي سره د اکادمیک او مسلکي پروژې په رامنځته کولو او ترتیبولو کې مرسته کوي.

مسلکي کسان به همدارنګه ستاسې سره د سي وي CV او پوښښ یا انګیزه لیکونو په لیکلو کې مرسته کوي، او ستاسې د خوښې روزنې کورسونو کې د نوم لیکنې یا ثبت نام په پروسه کې مرسته کوي.

  • 30 ساعته ستاسې په زده کړو کې مرسته او رهنمای (tutorat)
  • د MIO (د معلوماتو او اورینټیشن ماموریت) سره ډله ایز او انفرادي ناسته.

تاسو به د روزنې په جریان کې مختلف فعالیتونو ته لاسرسی ومومئ:

  • د نقاشۍ ورکشاپونه او نور هنري فعالیتونه
  • ښې شیبې شریکول او د نويو کلتورونو په اړه ځان خبرول...

څنګه یې وکړو ؟

  • د راجسټریشن یا نوم لیکنې شرایط: د پوهنتون ویبپاڼې ته لاړشئ ترڅو ومومئ چې څنګه نوم لیکنه وکړئ.
  • د غوښتنلیک نیټه : موږ سره د بریښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ ترڅو د راتلونکو غونډو نیټې ومومئ.
  • اړیکه : mdl@univ-rouen.fr

د غوښتنلیک لیږلو وروسته، که ستاسو غوښتنلیک ومنل شي، تاسو به د تایید بریښنالیک ترلاسه کړئ.

د پاڼې سر
په همکاري د

13 مرسته کونکي فعالیت کوي

houssam kokachhoussam kokachاډمین
xavidumxavidumاډمین
claudia mclaudia mاډمین
a mugniera mugnierاډمین
admin-du-rouenadmin-du-rouenایډیټر او کره کتونکی
kim.delaunaykim.delaunayد صفحي پورته برخه
ghannamghannamد صفحي پورته برخه
niknameniknameد صفحي پورته برخه
rezgar-bapirirezgar-bapiriد صفحي پورته برخه
marianneukrainemarianneukraineد صفحي پورته برخه
rohullah expertrohullah expertد صفحي پورته برخه
noornoorد صفحي پورته برخه
olga b.olga b.د صفحي پورته برخه